د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست وايي، په سږني روان كال كې يې د وروستیو نا امنیو له امله ۲۷ زره بې ځايه شويو كورنيو سره مرستې كړې دي، خو لا هم لس زره كورنۍ د دوى مرستو ته انتظار باسي.
د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي نن د کلید راډیو د سهار په خیر جلال اباد خپرونه کې وویل، د ناامنۍ له امله د ټول ولایت شاوخوا ۳۷۱۵۰ كورنيو عرض پاڼې وركړې دي چې له يو لوى شمېر كورنيو سره يې لومړنۍ مرستې هم شوې دي. د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست وايي، په سږني روان كال كې يې د وروستیو نا امنیو له امله ۲۷ زره بې ځايه شويو كورنيو سره مرستې كړې دي، خو لا هم لس زره كورنۍ د دوى مرستو ته انتظار باسي.
د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي نن د کلید راډیو د سهار په خیر جلال اباد خپرونه کې وویل، د ناامنۍ له امله د ټول ولایت شاوخوا ۳۷۱۵۰ كورنيو عرض پاڼې وركړې دي چې له يو لوى شمېر كورنيو سره يې لومړنۍ مرستې هم شوې دي.
خو نوموړی وایي لا هم شاو خوا لس زره کورنۍ د دوی له سروې پاتې دي چې ژر به له هغو سر هم له سروې وروسته لومړنۍ مرستې ترسره کړي: (( هغه مرستې چې رسول شوي او يا به يې له دې وروسته ورسوو په دې كې خوراکي او پوښاکي توکي، د کور لومړني وسایل او نغدې پيسې شاملې دي.))
د کډوالو چارو رئیس دغه راز وایي، هره ورځ تر پنځلسو پورې افغانې کورنۍ په خپله خوښه له پاکستانه بېرته خپل وطن ته راګرځي چې دوی ورته د کډوالو نړیوالې ادارې په مرسته لومړنۍ لازمې مرستې برابروي.
د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار له بیلابیلو لرو پرتو ولسوالیو زرګونه کورنۍ د نا امنیو له ویرې ښار ته راکډه شوي او دلته د د سرپناه د نشتوالي ترڅنګ په سختو مشکلاتو کې شپې ورځې سبا کوي.


