جمهور رئيس غني وايي، د هرې افغانې ښځې لپاره به د اساسي قانون له وركړيو مساوي حقوقو څخه دفاع کوي او په وينا يې اساسي قانون هغه مرجع د چې هیڅکله هم د معاملې وړ نه ده.
جمهور رئيس دغه څرګندونې نن په ارګ کې د افغانو ښځو د توانمندۍ دریم سمپوزیم په غونډه کې وکړې او زياته يې كړه دوى د سیاسي اجماع غوښتونکي دي.
د جمهور رئيس په وينا، وروسته له نن څخه د ښځو شبکه به ملي وحدت حکومت او په ځانګړي ډول د هیواد له لومړۍ میرمنې سره ګام په ګام او په ګډه همکارۍ مخ پر وړاندې ځي. جمهور رئيس غني وايي، د هرې افغانې ښځې لپاره به د اساسي قانون له وركړيو مساوي حقوقو څخه دفاع کوي او په وينا يې اساسي قانون هغه مرجع د چې هیڅکله هم د معاملې وړ نه ده.
جمهور رئيس دغه څرګندونې نن په ارګ کې د افغانو ښځو د توانمندۍ دریم سمپوزیم په غونډه کې وکړې او زياته يې كړه دوى د سیاسي اجماع غوښتونکي دي.
د جمهور رئيس په وينا، وروسته له نن څخه د ښځو شبکه به ملي وحدت حکومت او په ځانګړي ډول د هیواد له لومړۍ میرمنې سره ګام په ګام او په ګډه همکارۍ مخ پر وړاندې ځي.
جمهوررئيس له ټولو والدینو مننه وکړه چې خپلې لوڼې يې د ملي اردو لیکو ته استولې دي.
محمد اشرف غنی وویل، د ویاړ خبره ده چې دا مهال دوه سوه څلویښت ښځینه قاضیانې د هیواد په بیلابیلو محاكمو کې پر دندو بوختې دي.
جمهور رئيس وايي، د ښځو ونډه په حکومت کې ددې لامل شوې چې اساسي قانون پلی شي.
جمهور رئيس دغه راز د سپوزیم له غړو وغوښتل چې د غونډې پایله دې د یوې لیدنې په ترڅ کې ورسره شریکه کړي: (( افغانه ښځه اوس خپل استازيتوب پخپله كوي، ښځه اوس دې ته اړتيا نه لري چې نارينه يا نړيواله ټولنه يې استازيتوب وكړي، هره افغانه ښځه اوس پوليسه ده، وزيره ده، سفيره ده، قاضي ده او افسره ده، په هره برخه كې د ښځو واضح او رسا غږ ته هركلى وايم، افغانه ښځه د اسلام پر اساسي قانون او د اسلام مبين دين پر اساساتو باورمنه ده.))
دغه غونډې ته د هیواد له ګوټ- ګوټ څخه بیلابیلو قشرونو میرمنې ورغلې وې.


