په خوست كې د خوشال فكري بدلون په نوم ټولنې د دې ولايت يو خدمتګار ښوونكى سرمعلم بركت بدلون ونمانځل شو.
برکت بدلون د خوست ښار د مندوخیلو اوسېدونكى او ټول عمر يې د پوهنې په برخه کې د زده کوونکو په روزنه تېر شوی ذى.
په دې نماځغونډه کې ګډونوالو، چې ډيری یې د ده شاګردان هم وو، چې د سرښوونکي برکت بدلون هڅې وستایلې او دی یې د پوهنې د برخې یو ځلانده ستوری یاد کړ.
غونډې ته په وينا كې د خوشحال فکري بدلون مشر د پوهنې په برخه کې د سرښوونکي بدلون هڅې نه هیریدونکي بللې او زياته يې كړه، د استاد بركت خدماتو او فعاليتونو دې ته وهڅول چې د ده لپاره نمانځغونډه جوړه کړي. په خوست كې د خوشال فكري بدلون په نوم ټولنې د دې ولايت يو خدمتګار ښوونكى سرمعلم بركت بدلون ونمانځل شو.
برکت بدلون د خوست ښار د مندوخیلو اوسېدونكى او ټول عمر يې د پوهنې په برخه کې د زده کوونکو په روزنه تېر شوی ذى.
په دې نماځغونډه کې ګډونوالو، چې ډيری یې د ده شاګردان هم وو، چې د سرښوونکي برکت بدلون هڅې وستایلې او دی یې د پوهنې د برخې یو ځلانده ستوری یاد کړ.
غونډې ته په وينا كې د خوشحال فکري بدلون مشر د پوهنې په برخه کې د سرښوونکي بدلون هڅې نه هیریدونکي بللې او زياته يې كړه، د استاد بركت خدماتو او فعاليتونو دې ته وهڅول چې د ده لپاره نمانځغونډه جوړه کړي.
د همدې بنسټ غړي بوستان وليزي هم په خپله وينا كې وویل، چا چې رښتينی خدمت کړی باید کړنې او نوم ژوندى يې وساتل شي.
په خوست كې د عبدالله خان تڼي دارالمعلمین رئیس محمد جان وقار په خوست كې د ګڼو ډاكټرانو، انجنيرانو او نورو پوهانو شتون، د سرمعلم بركت بدلون د هڅو نتيجه وبلله.
پخپله سرښوونکي بدلون بيا غونډې ته په وينا كې وویل، یادې ستاینې د ده روحیه لا غښتلي کړه
برکت بدلون ۷۰ کلن دی اوس مهال په خصوصي لیسو کې پر دندو بوخت دی. بدلون ته د ښې دندې د اجرا له امله د معارف وزیر او د جمور رئيس لخوا مډالونه هم ورکړل شوي دي.
د هغه د نمانځغونډې په ترڅ كې د خوست دریو نورو ښوونکو ته هم د دوی د ښې دندې د اجرا له امله د درناوي لونګۍ ور په سره شوې.
بايد وويل شي چې په خوست کې ډیر کله د مشهورو اشخاصو نمانځغونډې کېږي، خو دا لومړی ځل و چې د هغو ښوونکو د نمانځنې تابیا نیول کیږي، چې د عمر زياته برخه يې په تدريس او د نسلونو په روزنه تېر كړى دى.


