په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي، افغانستان په تېرو۱۵ کلونو کې د پوهنې برخه کې د کمیت له پلوه یو لړ پرمختګونه کړي دي، خو په وینا یې په دې برخه كې کیفیت لپاره بايد لا ډیر کار تر سره شي.
خليلزاد نن په كابل كې د بي بي زهرا لېسې لپاره د نوې ودانۍ په پرانيسته كې چې لګښت يې د خليلزاد بنياد لخوا وركول كېږي، وويل، په هېواد كې له زده كړې پرته هېڅ كار نه شي ترسره كېداى: (( افغانان بايد زده كړو او تعليم ته مخه كړي. د زده كړو په لرلو بريا حتمي نه ده، خو له زده كړو پرته بريا امكان هم نه لري، د پوهنې وزارت په تېرو ۱۵ كلونو كې د كميت له پلوه ښه ګامونه پورته كړي خو د كيفيت له پلوه زياتو ګامونو اخستلو ته اړتيا ده.)) په افغانستان او عراق کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي، افغانستان په تېرو۱۵ کلونو کې د پوهنې برخه کې د کمیت له پلوه یو لړ پرمختګونه کړي دي، خو په وینا یې په دې برخه كې کیفیت لپاره بايد لا ډیر کار تر سره شي.
خليلزاد نن په كابل كې د بي بي زهرا لېسې لپاره د نوې ودانۍ په پرانيسته كې چې لګښت يې د خليلزاد بنياد لخوا وركول كېږي، وويل، په هېواد كې له زده كړې پرته هېڅ كار نه شي ترسره كېداى: (( افغانان بايد زده كړو او تعليم ته مخه كړي. د زده كړو په لرلو بريا حتمي نه ده، خو له زده كړو پرته بريا امكان هم نه لري، د پوهنې وزارت په تېرو ۱۵ كلونو كې د كميت له پلوه ښه ګامونه پورته كړي خو د كيفيت له پلوه زياتو ګامونو اخستلو ته اړتيا ده.))
په ورته وخت کې د پوهنې وزارت چارواکي وایي چې تېر کال یې نږدې یو میلیارد افغانۍ د پوهنې لپاره له عامو افغانانو مرسته تر لاسه کړې ده.
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي په ياده غونډه كې وويل، دى له خلكو مننه كوي چې له پوهنې وزارت سره يې بې كچې مرسته كړې ده: (( موږ په تېر كال كې يو مليارد افغانۍ مرسته له خلكو ترلاسه كړې ده، د اجتماعي تحرك رياست لرو چې د ښوونځيو شوراګانې اداره كوي، د دغو شوراګانو له لارې موږ له خلكو، سپين ږيرو او ولسونو څخه د زده كړې د ودې لپاره مرستې ترلاسه كوو.))
دا په داسې حال کې ده، چې په لرو پرتو سیمو کې دا مهال لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او د پوهنې له کیفیته خلک شکایت کوي.


