د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، هغه څلور تنه غله یې نیولي دي چې په جلال اباد ښار کې یې لس موټر غلا کړي وو.
چارواکي وایي، له نیول شويو کسانو سره یې دوه عرادې موټر هم نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سید عباس سادات نن د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، د امنیه قومندانۍ کشفي او استخباراتي منسوبینو د یو لړ ځانکړو پلټنو په پایله کې هغه څلور تنه غله نیولي، چې جلال اباد ښار کې یې له خلکو موټرونه غلا کول.
سادات وایي، نیول شوو څلور واړو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاتوي، چې یادو کسانو تر دې وړاندې لس موټرونه غلا کړي او بیا یې پرزه- پرزه خرڅ کړي دي د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، هغه څلور تنه غله یې نیولي دي چې په جلال اباد ښار کې یې لس موټر غلا کړي وو.
چارواکي وایي، له نیول شويو کسانو سره یې دوه عرادې موټر هم نیولي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سید عباس سادات نن د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، د امنیه قومندانۍ کشفي او استخباراتي منسوبینو د یو لړ ځانکړو پلټنو په پایله کې هغه څلور تنه غله نیولي، چې جلال اباد ښار کې یې له خلکو موټرونه غلا کول.
سادات وایي، نیول شوو څلور واړو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاتوي، چې یادو کسانو تر دې وړاندې لس موټرونه غلا کړي او بیا یې پرزه- پرزه خرڅ کړي دي: (( دې ګروپ د ښار د خلكو ژوند تريخ كړى و، هغه موټر چې دوى ټوټه كړي او پليټونه يې ايسته غورځولي، د هغې پرزې هم ترلاسه شوې دي، دا څلور واړه خپل جرم قبلوي.))
له غلو څخه د یو ترلاسه شوي موټر څښتن، چې امنیه قوماندانۍ ورته موټر وسپاره، د امنیه قوماندانۍ دا چاره وستایله او د غلو دغې ډلې ته سنګینې سزا غوښتونکی شو: (( امر صيب د كشف او ملګرو يې موږ سره ډېره ميړانه وكړه، زه له ټولو ارګانونو غواړم چې د پوليسو او امنيتي ځواكونو په څېر خلكو سره همكاري وكړي.))
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ چارواکي په داسې حال کې د یو شمیر غلو د نیولو خبر ورکوي، چې جلال اباد ښار په دې وروستیو کې د ډیرو نا امنه پیښو شاهد دی.


