د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د خنجر په نوم د افغان ځواكونو په عملياتو كې ديارلس تنه وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان دي. د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د خنجر په نوم د افغان ځواكونو په عملياتو كې ديارلس تنه وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته په را استول شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، د يادې قول اردو په مشرۍ ګډو ځواكونو د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې عمليات پيل كړي چې په كې يې ديارلس وسله وال وژلي، لس نور يې ټپيان كړي او همدرانګه يې څلرويشت كړۍ ماينونه هم كشف او لمنځه وړي دي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې عملياتو كې امنيتي ځواكونو او ملكي وګړو ته كوم زيان نه دى رسېدلى.
د حكومت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


