د غور ولايت چارواكي وايي، د دې ولايت د پسابند ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالله خان تېره شپه له وسله والو طالبانو سره په نښته كې وژل شوى دى.
د غور ولايت چارواكي وايي، د دې ولايت د پسابند ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالله خان تېره شپه له وسله والو طالبانو سره په نښته كې وژل شوى دى.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې تېره شپه د پسابند ولسوالۍ په مديرا سيمه كې پوليس د طالبانو له يوه كمين سره مخ شول.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته ويلي، د دواړو خواوو ترمنځ په نښته كې د پسابند امنيه قومندان عبدالله خان وژل شوى دى.
دى زياتوي، همدرانګه د طالبانو له ډلې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور يې ټپيان دي.
د ده خبره، اوس په سيمه كې وضعيت ارام دى.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


