د كندهار ولايتي چارواكي وايي، په رسنيو كې د نجونو پر زمزمو د بنديز موضوع غلطه تعبير شوې او د کندهار والي محلي رسنيو ته يوازي د ګټورو خپرونو د خپرېدو سپارښتنه کړې ده .
د كندهار ولايتي چارواكي وايي، په رسنيو كې د نجونو پر زمزمو د بنديز موضوع غلطه تعبير شوې او د کندهار والي محلي رسنيو ته يوازي د ګټورو خپرونو د خپرېدو سپارښتنه کړې ده .
د دې ولايت د والي وياند صميم خپلواک وايي، د والي له خوا پر محلي رسنيو د هيڅ ډول بنديز خبره نه ده شوې، بلکي محلي رسنيو ته د ښه کيفيت لرونکو خپرونو سپارښتنه شوې وه.
دى زياتوي چي د کندهار د والي خبري ناسمي تعبير شوي دي او ولايتي اداره له خبريالانو سره هر ډول مرستو او ملاتړ ته ژمنه ده.
هاخوا د كندهار د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نۍ مسوول سميع غيرتمل وايي، پر محلي رسنيو محدوديتونه وضع كول، د بيان له ازادۍ سره په ټکر کې دي. د ده په خبره، د کندهار د اطلاعات او كلتور رياست له خوا پر محلي رسنيو د فحشا خپرولو تور لګول ټولو رسنيو ته سپکاوی دی.
خو د اطلاعاتو او كلتور رياست بيا وايي، هيڅ رسنۍ ته يې سپكاوى نه دى كړى.
په کندهار كې اوسمهال ۱۲ راډيوګانې فعاليت لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


