ads

داعش قومندان خپل ۱۱ ملګري ووژل

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش يو تن قومندان خپل ١١ ملګري وژلي او په خپله تښتېدلى دى د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش يو تن قومندان خپل ١١ ملګري وژلي او په خپله تښتېدلى دى.د ننګرهار د والي […]

نویسنده: TKG
31 غویی 1395
داعش قومندان خپل ۱۱ ملګري ووژل

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش يو تن قومندان خپل ١١ ملګري وژلي او په خپله تښتېدلى دى د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش يو تن قومندان خپل ١١ ملګري وژلي او په خپله تښتېدلى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي كليد ته وويل،  د داعش وسله والو د وژل کېدو پېښه تېره شپه د اچين ولسوالۍ د کرکڼۍ په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه  چې په ياده سيمه کې د زمين جان په نامه د داعش يو سرګروپ  چې په ابوبکر مشهور دى، پر خپلو ملګرو ډزې کړي او ١١ تنه يې وژلي دي.
د والي وياند وايي چې تر يادې پېښې وروسته زمين جان له سيمې تښتېدلی ، خو وروسته د وسله والو طالبانو له لوري په ټپي حالات کې نيول شوی دى.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA