ads

اجراييه رئيس تركيې ته ځي

تمه ده چې د حكومت اجراييه رئيس ډاكټر عبدالله عبدالله راتلونكې اوونۍ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تركيې ته ولاړ شي. تمه ده چې د حكومت اجراييه رئيس ډاكټر عبدالله عبدالله راتلونكې اوونۍ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تركيې ته ولاړ شي.د اجراييه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل كليد ته وويل، […]

نویسنده: TKG
31 غویی 1395
اجراييه رئيس تركيې ته ځي

تمه ده چې د حكومت اجراييه رئيس ډاكټر عبدالله عبدالله راتلونكې اوونۍ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تركيې ته ولاړ شي. تمه ده چې د حكومت اجراييه رئيس ډاكټر عبدالله عبدالله راتلونكې اوونۍ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تركيې ته ولاړ شي.
د اجراييه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل كليد ته وويل، اجراييه رئيس به په خپل دې سفر كې په يوې سرمشريزه كې چې موخه يې په نړيواله كچه پر بشردوستانه مرستو بحث دى، ګډون وكړي.
د ده په خبره، دا سرمشريزه د مې مياشتې په ٢٣ او ٢٤په استانبول كې جوړېږي او د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي سربېره په كې د نړۍ زيات هېوادونه ګډون وكړي.
فيصل وايي، په دې کنفرانس کي د كډوالو او پناه غوښتنکو سره له مرستي نيولې، تر کورنيو او بهرنيو بې ځايه شويو او په طبيعي او غير طبيعي پېښو کې د زيانمنو شويو تر لاس نيوي پورې، پر ټولو مسلو بحث کېږي.
دا په داسې حال كې ده چې افغان حكومت په كور دننه د بې ځايه شويو او همدرانګه د راستنېدونكيو كډوالو له جدي ستونزې سره مخ دى چې پراخو مرستو ته اړتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA