ads

ډنډ غوري کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د بغلان ولايت په ډنډ غوري سيمه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت کليد ته وويل، تېره شپه يې په ډنډ غوري سيمه کې د يو لړ ځانګړو شپنيو عملياتو په ترڅ کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژلي دي. د بغلان ولايت په […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1395
ډنډ غوري کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د بغلان ولايت په ډنډ غوري سيمه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت کليد ته وويل، تېره شپه يې په ډنډ غوري سيمه کې د يو لړ ځانګړو شپنيو عملياتو په ترڅ کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.

د بغلان ولايت په ډنډ غوري سيمه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت کليد ته وويل، تېره شپه يې په ډنډ غوري سيمه کې د يو لړ ځانګړو شپنيو عملياتو په ترڅ کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژلي دي.
بشارت زياته کړه، چې په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طالبانو قوماندانان هم شامل دي.
د هغه په وينا، اوس هم د بغلان ولايت په نا امنه سيمو کې د وسله والو طالبانو په ضد د امنيتي ځواكونو عمليات دوام لري.
له تېرو څو ورځو راهيسې د بغلان ولايت د ډنډ غوري او سرخ کوتل سيمې د سختو جګړو شاهدې دي.
د پلخمري ښار اړونده سيمه سرخ کوتل كې له ۷ ورځو راهيسې نږدې ۷۰ تنه پوليس د وسله والو طالبانو په محاصره کې وو، چې پرون له محاصرې روغ ووتل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA