ads

هلمند كې د اذربايجان يوه بار وړونكې الوتكه لوېدلې

د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ كې پرون ناوخته د اذربايجان يوه بار وړونكې الوتكه لوېدلې ده. د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، چې دغه الوتکه د امريکايي ځواکونو په هوايي ډګر کې د کېناستو په مهال د تخنيکي ستونزو له كبله غورځېدلې ده. د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ كې […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1395
هلمند كې د اذربايجان يوه بار وړونكې الوتكه لوېدلې

د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ كې پرون ناوخته د اذربايجان يوه بار وړونكې الوتكه لوېدلې ده. د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، چې دغه الوتکه د امريکايي ځواکونو په هوايي ډګر کې د کېناستو په مهال د تخنيکي ستونزو له كبله غورځېدلې ده.

د هلمند ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ كې پرون ناوخته د اذربايجان يوه بار وړونكې الوتكه لوېدلې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، چې دغه الوتکه د امريکايي ځواکونو په هوايي ډګر کې د کېناستو په مهال د تخنيکي ستونزو له كبله غورځېدلې ده.

د هغه په وينا، دا پېښه مرګ ژوبله هم لري، خو ده سره يې په اړه كره معلومات نشته.

يوه امنيتي سرچينه وايي، امريکايي ځواکونو د اذربايجان دغه الوتکه کرايه کړې وه او هغوى ته يې اکمالات کول.

رپوټونه وايي، په الوتكه كې سپاره ټول نهه تنه، چې پنځه د اذربايجان، درې د اوکراين او يو د ازبکستان وګړي او د الوتکې پيلوټان او کارکوونکي وو، وژل شوي دي.

د اذربايجان دولتي هوايي چلن ادارې د دې پېښې د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاکلى او ټاکل شوې دغه څېړونکى پلاوى نن د پېښې ځاى ته ورسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA