د ليبيا په مصراته ښار کې د پروني ترهګريز بريد په نتيجه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۸ او د ټپيانو ۳۰ تنو ته پورته شوى دى. شرق الاوسط ورځپاڼې نن سهار د ليبيايي چارواکو له قوله ويلي، چې د مصراته په ختيځ کې شوې موټر بم چاودنې سخت مالي زيانونه هم اړولي دي.
د ليبيا په مصراته ښار کې د پروني ترهګريز بريد په نتيجه کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۸ او د ټپيانو ۳۰ تنو ته پورته شوى دى.
شرق الاوسط ورځپاڼې نن سهار د ليبيايي چارواکو له قوله ويلي، چې د مصراته په ختيځ کې شوې موټر بم چاودنې سخت مالي زيانونه هم اړولي دي.
د ليبيا د نظامي عملياتو مطبوعاتي مسوول احمد هديه وويل، داعش وسله والو ياد موټر بم وروسته له هغې وچاوه، چې په سيمه کې يې نظامي کاروان د تېرېدو په حال کې و.
د هغه په وينا، ښايي د تلفاتو کچه تر دې هم واوړي.
په ليبيا کې د ملي يووالي حکومت په نوم اداره وروسته له هغې رامنځته شوه، چې ملګرو ملتونو د جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ منځګړيتوب وکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


