ads

فارياب کې چاودنې ۱۵ تنه ملګي وګړي ټپيان کړل

د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښار كې په يوه بايسکل کې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو چاودنې ۱۵ تنه ملکي وګړي ټپيان كړي دي. د دې ولايت د والي وياند احمد جاوېد بيدار کليد ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د ميمنې ښار په تورغاتي جان بابا څلور لارې کې […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1395
فارياب کې چاودنې ۱۵ تنه ملګي وګړي ټپيان کړل

د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښار كې په يوه بايسکل کې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو چاودنې ۱۵ تنه ملکي وګړي ټپيان كړي دي. د دې ولايت د والي وياند احمد جاوېد بيدار کليد ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د ميمنې ښار په تورغاتي جان بابا څلور لارې کې شوې ده.

د فارياب ولايت مرکز ميمنې ښار كې په يوه بايسکل کې د ځاى پرځاى شوو چاودېدونکو توکو چاودنې ۱۵ تنه ملکي وګړي ټپيان كړي دي.

د دې ولايت د والي وياند احمد جاوېد بيدار کليد ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د ميمنې ښار په تورغاتي جان بابا څلور لارې کې شوې ده.

د هغه په وينا، په دې پېښه كې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

بيدار زياته کړه، چې ټپيان د درملنې په هدف روغتون ته لېږدول شوي، خو په خبره يې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA