ads

زابل كې د پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد شوى

وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا څلور بجې د زابل ولايت د مركز كلات ښار اړوند زافرخېلو سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد كړى دى. د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال كليد ته وويل، چې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1395
زابل كې د پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد شوى

وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا څلور بجې د زابل ولايت د مركز كلات ښار اړوند زافرخېلو سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد كړى دى. د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال كليد ته وويل، چې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د كره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا څلور بجې د زابل ولايت د مركز كلات ښار اړوند زافرخېلو سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې ډله ييز بريد كړى دى.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال كليد ته وويل، چې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواكونو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د كره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.

نوموړي د ځينو رسنيو هغه رپوټونه رد كړل، چې ګواكې د يادې پوستې دوو پوليسو پر خپلو ملګرو ډزې کړي او اته پوليس يې وژلي دي.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، د دوى درېيو نفوذي کسانو، چې په پوليسو کې وو، خپل اته ملګري وژلي دي.

د نوموړي په خبره، ياد نفوذي پوليس له رېنجر، وسلو او مهماتو سره له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA