ads

“د پوهنې وزارت دې ننګرهار كې د ديني زده کړو لا زيات مرکزونه جوړ كړي”

د ننګرهار والي سليم کندوزي تېر ماښام د جلال اباد په شاهي ماڼۍ كې د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي سره په ليدنه کې غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې دې د ديني زده کړو لا زيات مجهز او عصري مرکزونه جوړ کړي. د ننګرهار والي سليم کندوزي تېر ماښام د جلال اباد په […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1395
“د پوهنې وزارت دې ننګرهار كې د ديني زده کړو لا زيات مرکزونه جوړ كړي”

د ننګرهار والي سليم کندوزي تېر ماښام د جلال اباد په شاهي ماڼۍ كې د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي سره په ليدنه کې غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې دې د ديني زده کړو لا زيات مجهز او عصري مرکزونه جوړ کړي.

د ننګرهار والي سليم کندوزي تېر ماښام د جلال اباد په شاهي ماڼۍ كې د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي سره په ليدنه کې غوښتنه وکړه، چې په دغه ولايت کې دې د ديني زده کړو لا زيات مجهز او عصري مرکزونه جوړ کړي.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، چې په دغه ولايت کې له نږدې زرو ښوونځيو څخه يوازې ۲۳ يې د ستونزو له كبله تړل شوي، چې له بېلابېلو لارو يې د پرانيستلو هڅې پيل کړې دي.

د ننګرهار والي د پوهنې وزير څخه غوښتنه وکړه، چې د يوه سرحدي ولايت په توګه دې د شته امکاناتو په ترڅ کې د پوهنې وزارت دغه ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي ډاډ ورکړ، چې په ننګرهار ولايت کې به د پوهنې په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او هغه پروژې، چې دې ولايت ته منظورې شوي، ژر تر ژره به يې په واک کې ورکړي.

ټاکل شوې د پوهنې وزير نن په ننګرهار ولايت کې د ټولو ولسواليو د پوهنې امرينو، ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو،ځوانانو، مدني فعالانو او يو شمېر نورو سره بېلابېلې او ګډې غونډې ترسره کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA