ads

د كاپيسا د امنيه قوماندان دنده وځنډول شوه

د کاپيسا په امنيه قوماندانۍ کې د فساد له كبله د دغه ولايت د امنيه قوماندان دنده د کورنيو چارو وزير له خوا وځنډول شوه. په روانه مياشت کې د کورنيو چارو وزارت يو پلاوي د کاپيسا په امنيه قوماندانۍ کې د روغنياتو اخيستو د يو شمېر اسنادو پلټنه وکړه، چې په ترڅ کې يې […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1395
د كاپيسا د امنيه قوماندان دنده وځنډول شوه

د کاپيسا په امنيه قوماندانۍ کې د فساد له كبله د دغه ولايت د امنيه قوماندان دنده د کورنيو چارو وزير له خوا وځنډول شوه. په روانه مياشت کې د کورنيو چارو وزارت يو پلاوي د کاپيسا په امنيه قوماندانۍ کې د روغنياتو اخيستو د يو شمېر اسنادو پلټنه وکړه، چې په ترڅ کې يې د امنيه قوماندانۍ څلور چارواکي د لوجيستيک امر، جنايي او د استخباراتو مديران او د تعميراتو امر د ياد پلاوي له خوا د نورو پلټنو په هدف کابل ته يوړل شول، چې تر دې دمه يې يو شمېر کسان بنديان دي او د اداري فساد په اړه يې دوسيه څارنوالۍ ته استول شوې ده.

د کاپيسا په امنيه قوماندانۍ کې د فساد له كبله د دغه ولايت د امنيه قوماندان دنده د کورنيو چارو وزير له خوا وځنډول شوه.

په روانه مياشت کې د کورنيو چارو وزارت يو پلاوي د کاپيسا په امنيه قوماندانۍ کې د روغنياتو اخيستو د يو شمېر اسنادو پلټنه وکړه، چې په ترڅ کې يې د امنيه قوماندانۍ څلور چارواکي د لوجيستيک امر، جنايي او د استخباراتو مديران او د تعميراتو امر د ياد پلاوي له خوا د نورو پلټنو په هدف کابل ته يوړل شول، چې تر دې دمه يې يو شمېر کسان بنديان دي او د اداري فساد په اړه يې دوسيه څارنوالۍ ته استول شوې ده.

خو د کاپيسا د ولايتي شورا رئيس حسين سنجني نن كليد ته وويل، چې اوس د يادې قضيې په اړه د کورنيو چارو وزير له خوا د کاپيسا د امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالکريم فايق دنده هم ځنډول شوې او پر ځاى يې د قوماندانۍ د امنيت امر چارې پر مخ وړي.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت له اداري فساد سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، د اسنادو د پلټنې په ترڅ کې د کاپيسا په امنيه قوماندانۍ کې د څلوېښت زره ليتره تېلو د فساد موضوع څرګنده شوې ده، چې خپله امنيه قوماندان په کې ښکېل نه دى.

د کاپيسا د نا امنه سيمو يو شمېر امنيتي سرتېري وايي، عبدالکريم فايق په تېرو لسو كلونو كې لومړنى امنيه قوماندان دى، چې د کاپيسا تګاب او اله ساى نا امنه ولسواليو ته يې سفرونه کړي او په جګړه کې يې له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى برخه اخيستې ده.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA