ads

د غزني په څلورو ولسوالیو کې ۵۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت د څلورو ولسوالیو په اړوندو کې پر امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا تمبول شوي او په كې د دولت ۵۲ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت د څلورو ولسوالیو […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1395
د غزني په څلورو ولسوالیو کې ۵۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت د څلورو ولسوالیو په اړوندو کې پر امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا تمبول شوي او په كې د دولت ۵۲ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت د څلورو ولسوالیو په اړوندو کې پر امنیتي پوستو د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا تمبول شوي او په كې د دولت ۵۲ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل کلید ته وویل، وسله والو مخالفینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت د قره باغ، ګیرو، اندړو او زنه خان ولسوالیو په اړوندو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې ټول یې په شا تمبول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو بریدونو او نښتو په پایله کې د پاکستانیانو په ګډون د دولت ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او ګیرو ولسوالۍ ته یې د نظامي مسوول مولوي تراب په ګډون ۳۳ تنه وسله وال ټپیان شوي دي.

هغه وویل: “په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مخالفینو قره باغ کې پر پوستو بریدونه کړي وو، چې د پاکستانیانو په ګډون یې ۶ مړي، یو میل پیکا، یو میل راکټ او یو میل کلاشينکوف د جګړې میدان کې پاتې دي، ګیرو کې یې هم پر ګڼو پوستو بریدونه کړي وو، چې دوه وسله وال وژل شوي او یادې ولسوالۍ ته یې د نظامي مسوول مولوي تراب په ګډون ۱۷ تنه ټپیان دي، زنه خان کې هم تېره شپه ۸ وسله وال وژل شوي او ۱۲ تنه یې ټپیان شوي دي او په اندړو کې هم تېره شپه ۳ مخالفین وژل شوي او ۴ ټپیان دي.”

د امرخېل په وینا، په دغو نښتو کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

امنیه قوماندان وایي، چې وسله وال مخالفین به د غزني ولایت په هېڅ سیمه کې بری ترلاسه نه کړي او په وینا یې دمګړۍ ټول امنیتي ځواکونه په تعرضي حالت کې دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه د دغو پېښو او نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA