ads

د خپل ماين چاودنې د يو قوماندان په ګډون درې وسله وال ټپيان كړل

په كاپيسا ولايت كې د خپل ماين چاودنې د يو قوماندان په ګډون د دولت درې تنه وسله وال مخالفين ټپيان كړي دي. د کاپيسا د والي وياند قيس قادري كليد ته وويل، تېر مازيګر د جان محمد په نوم د وسله والو مخالفينو يو سيمه ييز قوماندان  له خپلو ملګرو سره  غوښتل د تګاب […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1395
د خپل ماين چاودنې د يو قوماندان په ګډون درې وسله وال ټپيان كړل

په كاپيسا ولايت كې د خپل ماين چاودنې د يو قوماندان په ګډون د دولت درې تنه وسله وال مخالفين ټپيان كړي دي. د کاپيسا د والي وياند قيس قادري كليد ته وويل، تېر مازيګر د جان محمد په نوم د وسله والو مخالفينو يو سيمه ييز قوماندان  له خپلو ملګرو سره  غوښتل د تګاب او اله ساى ولسوالۍ پر لار  ماين ځاى پر ځاى کړي، چې پرې چاودلى دى.

په كاپيسا ولايت كې د خپل ماين چاودنې د يو قوماندان په ګډون د دولت درې تنه وسله وال مخالفين ټپيان كړي دي.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري كليد ته وويل، تېر مازيګر د جان محمد په نوم د وسله والو مخالفينو يو سيمه ييز قوماندان  له خپلو ملګرو سره  غوښتل د تګاب او اله ساى ولسوالۍ پر لار  ماين ځاى پر ځاى کړي، چې پرې چاودلى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه كې خپله ياد قوماندان او دوه ملګري يې ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې وروسته له څوارلسو کلونو د تګاب او اله ساى د لارې امنيتي ستونزې تېر ډېره حل شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA