ads

د جلال اباد ښار د ښوونځيو د ترميم لپاره ۲۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې د جلال اباد ښار د ښوونځيو د ترميم لپاره يې ۲۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي. دغه څرګندونې نن د پوهنې وزير د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي او يو شمېر نورو چارواکو سره د خبرو په مهال وکړې. د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1395
د جلال اباد ښار د ښوونځيو د ترميم لپاره ۲۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې د جلال اباد ښار د ښوونځيو د ترميم لپاره يې ۲۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي. دغه څرګندونې نن د پوهنې وزير د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي او يو شمېر نورو چارواکو سره د خبرو په مهال وکړې.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې د جلال اباد ښار د ښوونځيو د ترميم لپاره يې ۲۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
دغه څرګندونې نن د پوهنې وزير د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهار والي او يو شمېر نورو چارواکو سره د خبرو په مهال وکړې.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي وويل، چې يادې پيسې به په دوو قسطونو کې د ننګرهار پوهنې رياست ته ورکړل شي.
د هغه په وينا، که چېرې دغه پيسې په شفافه توګه مصرف شي، د ښوونځيو ستونزې به تر ډېره حل شي.
بلخوا د ننګرهار والي سليم کندوزي د پوهنې له وزير څخه غوښتنه وکړه، چې په دې ولايت كې اسلامي زده کړو ته خاصه پاملرنه وکړي.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي پرون د خپل سفر په لومړۍ ورځ هم يو شمېر کسانو او ټولنو سره ليدنې درلودې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار ولايت ډېرى اوسېدونکي ښوونځيو کې د سرپناه له نه شتون څخه سر ټکوي او دغه راز د پوهنې رياست کې د فساد رپوټونه هم ورکول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA