د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې يو شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوى زياتوي، مخالفينو ته يې ياده مرګ ژوبله تېره شپه د بټي كوټ ولسوالۍ سرګردان څلور لارې کې اړولې ده.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يې يو شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دوى زياتوي، مخالفينو ته يې ياده مرګ ژوبله تېره شپه د بټي كوټ ولسوالۍ سرګردان څلور لارې کې اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال نن کليد ته وويل، تېره شپه وسله والو مخالفينو د بټي کوټ ولسوالۍ سرګردان چوک کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته وسله وال بريد وکړ، چې د هغوى له سخت مقاومت سره مخ شول.
د هغه په وينا، په ځوابي بريد کې د وسله والو يو تن ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.
مشرقيوال زياته کړه، چې د مخالفينو د وژل شوي کس جسد په سيمه کې پاتې دى، خو د ټپيانو د کره شمېرې په اړه يې څه و نه ويل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


