د چين جمهور رئيس شي جين پينګ وايي، چې هېواد يې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکيت د سولې له خبرو، ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ او د هېواد د بيارغونې او پرمختګ لپاره له ټولو پيل شوو فعاليتونو او پروژو کلک ملاتړ کوي.
نوموړي دا څرګندونې نن په بيجينګ كې د افغانستان له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړې.
نوموړي د تروريزم او افراطيت په ضد د افغان حکومت او ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستايلې او د سولې په پروسه کې يې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ. د چين جمهور رئيس شي جين پينګ وايي، چې هېواد يې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکيت د سولې له خبرو، ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ او د هېواد د بيارغونې او پرمختګ لپاره له ټولو پيل شوو فعاليتونو او پروژو کلک ملاتړ کوي.
نوموړي دا څرګندونې نن په بيجينګ كې د افغانستان له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړې.
نوموړي د تروريزم او افراطيت په ضد د افغان حکومت او ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو هڅې وستايلې او د سولې په پروسه کې يې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
شي جين پينګ همداراز له تروريزم او سخت دريځۍ سره د ښې مبارزې لپاره د افغان امنيتي ځواکونو د اکمال او تجهيز او اضافي ملاتړ لپاره هم د خپل هېواد د هر اړخيزې مرستې ډاډ ورکړ.
بلخوا اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وويل، افغانستان هيله لري، چې چين به په سيمه کې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخيستنې د سيمې په کچه د تروريزم او سخت دريځۍ ضد همکارۍ زياتې کړي او د سيمې هېوادونه به دې ته وهڅوي، ترڅو د افغانستان د سولې له بهير سره رښتينې او پوره مرسته او ملاتړ وکړي.
اجرائيه رئيس چين ته په درې ورځني سفر بوخت دى او تر دې وړاندې يې د دغه هېواد له لومړي وزير او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم دوه اړخيز مذاکرات او خبرې اترې کړې دي.


