د پېښور په مترا سيمه كې پرله پسې دوه بمي چاودنو كې يو پوليس وژل شوى او د ملكيانو په ګډون ۱۵ نور ټپيان دي.
لومړۍ چاودنه د پوليسو د ګزمې پر يو موټر وشوه چې ګڼ پوليس او ملكيان يې ټپيان كړل، خو له پېښې لږه شيپه وروسته چې د بمونو خنثى كوونكې ډله او د چټك غبرګون ځواكونه سيمې ته ورسېدل، يوه بله چاودنه هم وشوه. د پېښور په مترا سيمه كې پرله پسې دوه بمي چاودنو كې يو پوليس وژل شوى او د ملكيانو په ګډون ۱۵ نور ټپيان دي.
لومړۍ چاودنه د پوليسو د ګزمې پر يو موټر وشوه چې ګڼ پوليس او ملكيان يې ټپيان كړل، خو له پېښې لږه شيپه وروسته چې د بمونو خنثى كوونكې ډله او د چټك غبرګون ځواكونه سيمې ته ورسېدل، يوه بله چاودنه هم وشوه.
پوليس وايي، په پېښه كې يو ټپي پوليس روغتون ته پر لاره ساه وركړې خو د شپږو نورو پوليسو او يو خبريال په ګډون ۱۵ ټپيان دا مهال په ليډي ريډنګ روغتون كې تر تداوۍ لاندې دي.
تر اوسه د دغو چاودنو پړه چا پر غاړه نه ده اخستې، خو پاكستاني امنيتي چارواكي وايي، د پېښې په اړه يې پلټنې روانې دي.


