ads

نن په اسلام اباد كې د امريكا، چين، پاكستان او افغانستان پنځمه غونډه ده

نن د پاكستان په اسلام  اباد كې د افغان سولې په تړاو د امريكا، پاكستان، چين او افغانستان د استازو پنځمه څلور اړخيزه غونډه جوړېږي.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د سې شنبې په ورځ کلید ته وویل، چې په دې غونډه کې به د افغان حکومت په استازیتوب په پاکستان کې […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1395
نن په اسلام اباد كې د امريكا، چين، پاكستان او افغانستان پنځمه غونډه ده

نن د پاكستان په اسلام  اباد كې د افغان سولې په تړاو د امريكا، پاكستان، چين او افغانستان د استازو پنځمه څلور اړخيزه غونډه جوړېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د سې شنبې په ورځ کلید ته وویل، چې په دې غونډه کې به د افغان حکومت په استازیتوب په پاکستان کې افغان سفیر ګډون وکړي: (( دا د همغږۍ د ډلې ناسته ده، د دې مذاكراتو هدف د سولې د لړۍ لپاره لار اوارول دي، په دې ناسته كې په څلور واړه هېوادونه مسايل وڅېړي او په دې به تصميم ونيسي چې په راتلونكي كې څه وكړي.)) نن د پاكستان په اسلام  اباد كې د افغان سولې په تړاو د امريكا، پاكستان، چين او افغانستان د استازو پنځمه څلور اړخيزه غونډه جوړېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د سې شنبې په ورځ کلید ته وویل، چې په دې غونډه کې به د افغان حکومت په استازیتوب په پاکستان کې افغان سفیر ګډون وکړي: (( دا د همغږۍ د ډلې ناسته ده، د دې مذاكراتو هدف د سولې د لړۍ لپاره لار اوارول دي، په دې ناسته كې په څلور واړه هېوادونه مسايل وڅېړي او په دې به تصميم ونيسي چې په راتلونكي كې څه وكړي.))
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ورته وخت کې وایي، په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې به د طالبانو استازي ګډون ونه کړي: (( دا ناسته د طالبانو او نورو مخالفو ډلو او افغان دولت تر منځ د خبرو لپاره نه ده، دا ډله د دې لپاره جوړه شوې چې څو په دې پروسه كې ښكېل د افغان حكومت او طالبانو تر منځ د خبرو د زمينې برابرولو لپاره خپلې هڅې همغږې كړي او هغوى د خبرو مېز ته د حاضرېدلو لپاره وهڅوي.))
د هغه په وينا، دغه غونډه د حکومتونو په کچه ده او يوازې د څلورو هېوادونو افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي به په کې ګډون وکړي.
د افغانستان جمهوري رياست د دغې څلور اړخيزې غونډې په تړاو پروني مؤقف كې ويلي، تر څو چې پاكستان په همدې څلور اړخيزو غونډو كې افغانستان، امريكا، چين ته وركړې ژمنې عملي نه كړي، د سولې نورې څلور اړخيزې غونډې به د افغان حكومت لپاره د وخت ضياع وي.
د ارګ د وياند مرستيال دواخان مينه پال پرون په دې اړه كليد ته وويل، په څلور اړخيزو غونډو كې افغان حكومت لوړه كچه له دې وروسته استازي نه كېنوي او دا غونډه به يوازې د سفيرانو په كچه وي: (( د ا فغانستان د حكومت دريځ معلوم دى، تر څو چې پاكستان د خپلو ژمنو په اړه چې د څلور اړخيزو غونډو پر مهال كړې دي، عملي اقدام ونه كړي، دا غونډې د افغان حكومت لپاره د وخت ضايع كول دي، افغان حكومت په تمه دى، تر هغې پورې به دا ناستې د سفيرانو په كچه وي.))
په همدې حال كې په اسلام اباد كې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال پر خپله فسبوك پاڼه ليكلي چې د پنځمې څلور اړخيزې غونډې تر جوړېدو يوه ورځ وړاندې يې په پاكستان كې د امريكا له سفير ډيويډ هيل سره ناسته كړې او د افغان سولې پر اړوندو موضوعاتو يې ورسره بحث كړى دى.
بايد وويل شي چې له دې وړاندې هم دغو څلورو هېوادونو په افغانستان او پاکستان کې څلور نورې ناستې کړې وې خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA