ملي امنيت په هرات كې د انسان تښتوونكو يوه شپاړس كسيزه ډله نيولې چې له اتو مياشتو راهيسې يې د انسان تښتونې او وژنې په جرمونو كې لاس درلود.
د هرات د ملي امنيت له رياسته كليد ته راستول شوې خبرپاڼه وايي، په دغو نيول شويو كسانو كې د شپاړسو كسانو دوه مشران غلام فاروق مشهور په عبدالغفار او لعل محمد مشهور په ظريف او تاجمير هم شامل دي. ملي امنيت په هرات كې د انسان تښتوونكو يوه شپاړس كسيزه ډله نيولې چې له اتو مياشتو راهيسې يې د انسان تښتونې او وژنې په جرمونو كې لاس درلود.
د هرات د ملي امنيت له رياسته كليد ته راستول شوې خبرپاڼه وايي، په دغو نيول شويو كسانو كې د شپاړسو كسانو دوه مشران غلام فاروق مشهور په عبدالغفار او لعل محمد مشهور په ظريف او تاجمير هم شامل دي.
نيول شويو كسانو اقرار كړى چې په هرات كې يې له اتو مياشتو راهيسې ۱۰ كسان تښتولي او په بدل كې يې له كورنيو څخه پيسې غوښتې دي.
سرچينه همدا راز وايي، نيول شوي انسان تښتوونكي د دريو تنو تښتول شويو كسانو هر يو عبدالوهاب، عبدالقدير او نذير احمد په وژنه كې هم لاس لري.
ملي امنيت وايي، دغو كسانو په هرات ښار كې اته بېلابېلو پټو ځايونو كې تښتول شوي كسان ساتل او كورنۍ يې له همدغو ځايونو څخه په ټليفون ګواښلې تر څو پيسې ور ورسوي او دوى تښتولي كسان ور خوشې كړي.


