د ملي اردو چارواکي وایي، په کونړ کې یې د هوایي بریدونو په پایله کې ۱۷ وسله وال وژلي او د مخالفينو ګڼ شمیر وسلې یې هم له منځه وړې دي.
په ختیځ کې له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کونړ ولایت غازي اباد ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو له امله د دوه ډلو مشرانو په ګډون ۱۷ تنه وسله وال وژل شوي او وسلې يې هم له منځه تللې دي.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.