ads

غزني كې د افغان ځواكونو هوايي بريدونه، ۲۳ وسله وال مړه، ۱۴ ټپيان

امنيتي چارواكي وايي، افغان هوايي ځواك د غزني په ګيلان ولسوالۍ كې د پرله پسې دوه بريدونو په ترڅ كې ۲۳ وسله وال مخالفين وژلي او ۱۴ نور ي ټپيان كړي دي. په غزني کي د ملي اردو د دريمې لوا ویاند محمد حنیف رضایې کلید ته وویل، ګڼ شمیر وسله والو مخالفینو تېره ورځ […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1395
غزني كې د افغان ځواكونو هوايي بريدونه، ۲۳ وسله وال مړه، ۱۴ ټپيان

امنيتي چارواكي وايي، افغان هوايي ځواك د غزني په ګيلان ولسوالۍ كې د پرله پسې دوه بريدونو په ترڅ كې ۲۳ وسله وال مخالفين وژلي او ۱۴ نور ي ټپيان كړي دي.
په غزني کي د ملي اردو د دريمې لوا ویاند محمد حنیف رضایې کلید ته وویل، ګڼ شمیر وسله والو مخالفینو تېره ورځ د دې ولایت د ګیلان ولسوالۍ په دوو بېلا بېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو د پلان ناستې درلودې، چې همدې وخت كې پرې افغان هوايي ځواك بريدونه كړي دي. امنيتي چارواكي وايي، افغان هوايي ځواك د غزني په ګيلان ولسوالۍ كې د پرله پسې دوه بريدونو په ترڅ كې ۲۳ وسله وال مخالفين وژلي او ۱۴ نور ي ټپيان كړي دي.
په غزني کي د ملي اردو د دريمې لوا ویاند محمد حنیف رضایې کلید ته وویل، ګڼ شمیر وسله والو مخالفینو تېره ورځ د دې ولایت د ګیلان ولسوالۍ په دوو بېلا بېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو د پلان ناستې درلودې، چې همدې وخت كې پرې افغان هوايي ځواك بريدونه كړي دي.
نوموړي زیاته کړه، دغو بريدونو له جملې يې لومړى پرون له غرمې وروسته دوه بجې او دوهم بريد يې د ماښام شاوخوا ۷ بجې شوى دى چې  ټول ټال په كې ۲۳ وسله وال مړه او ۱۴ نور ټپيان دي: (( دا هوايي عمليات وو، دوى پر امنيتي ځواكونو بريدونه پلانول، ۱۰ په يو موقعيت كې او ۱۳ نور په بل موقعيت كې وژل شوي، زموږ معلومات وايي چې په دواړو بريدونو كې د مخالفينو ۱۴ تنه نور ټپيان هم دي.))
رضايي كليد ته په خپلو خبرو كې زياته كړه چې په دغو بریدونو کي ملکي وګړو ته كوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا بيا د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA