ads

سعودي: تر عمرې وروسته پټ شوي زيارت كوونكي، زندان ته استوي

سعودي عربستان وايي، له دې وروسته به د عمرې لپاره ورغليو هغو زيارت كوونكو ته سزا وركړي چې د عمرې تر ادا كولو وروسته په خپل وخت خپلو هېوادونو ته نه ستنېږي.چارواكي وايي، هغه كسان چې د  عمرې له حج وروسته په سعودي كې ځان پټول وغواړي خو د پوليسو لخوا ونيول شي، نو د […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1395
سعودي: تر عمرې وروسته پټ شوي زيارت كوونكي،  زندان ته استوي

سعودي عربستان وايي، له دې وروسته به د عمرې لپاره ورغليو هغو زيارت كوونكو ته سزا وركړي چې د عمرې تر ادا كولو وروسته په خپل وخت خپلو هېوادونو ته نه ستنېږي.
چارواكي وايي، هغه كسان چې د  عمرې له حج وروسته په سعودي كې ځان پټول وغواړي خو د پوليسو لخوا ونيول شي، نو د ۵۰ ريالو جريمې تر څنګ به ۶ مياشتې زندان هم تېروي.
سعودي سرچينې وايي، دا نوې پاليسيې يې ځكه اعلان كړې چې تر دې وړاندې به د روژې په مياشت كې زياتره مسلمانان د عمرې په بهانه دې هېواد ته ورتلل، خو د كعبې تر زيارت وروسته به پټ شول. سعودي عربستان وايي، له دې وروسته به د عمرې لپاره ورغليو هغو زيارت كوونكو ته سزا وركړي چې د عمرې تر ادا كولو وروسته په خپل وخت خپلو هېوادونو ته نه ستنېږي.
چارواكي وايي، هغه كسان چې د  عمرې له حج وروسته په سعودي كې ځان پټول وغواړي خو د پوليسو لخوا ونيول شي، نو د ۵۰ ريالو جريمې تر څنګ به ۶ مياشتې زندان هم تېروي.
سعودي سرچينې وايي، دا نوې پاليسيې يې ځكه اعلان كړې چې تر دې وړاندې به د روژې په مياشت كې زياتره مسلمانان د عمرې په بهانه دې هېواد ته ورتلل، خو د كعبې تر زيارت وروسته به پټ شول.
سعودي هغو سياحتي شركتونو ته هم چې دغه هېواد ته د عمرې لپاره زيارت كوونكي استوي،  ګواښ كړى كه د دوى د نوې پاليسۍ خلاف كار وكړي او له عمرې وروسته زيارت كوونكو سره په پټېدو كې مرستندوى ثابت شي، نو تر سل زره ريالو پورې جريمه پرې راتلى او د سعودي لخوا د سياحتي شركت په توګه وركړل شوى جواز يې هم لغوه كېداى شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA