ads

روسيه، د سوريې په تدمر كې دايمي اډه نه جوړوو، ماينونه پاكوو

مسكو د امریکایي رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې روسانو د سوریې په تدمر ښار کې د نظامي اډې په جوړولو کار پیل کړی دی.د روسیی دفاع وزارت چارواکو ویلي، پوځیانو یې یوازې په تدمر لرغوني ښار کې یوه موقتي نظامي اډه تاسیس کړې ده.د روسیی دفاع وزارت ویاند  ایګور کوناشنکوف د امریکایي رسنيو […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1395
روسيه، د سوريې په تدمر كې دايمي اډه نه جوړوو، ماينونه پاكوو

مسكو د امریکایي رسنیو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې روسانو د سوریې په تدمر ښار کې د نظامي اډې په جوړولو کار پیل کړی دی.
د روسیی دفاع وزارت چارواکو ویلي، پوځیانو یې یوازې په تدمر لرغوني ښار کې یوه موقتي نظامي اډه تاسیس کړې ده.
د روسیی دفاع وزارت ویاند  ایګور کوناشنکوف د امریکایي رسنيو د راپور په غبرګون کې ويلي، هیواد یې یوازې په تدمر ښار کې محدود شمیر پوځیان لري او د نظامي اډې د جوړولو راپورونه په كلكه ردوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې روسي ځواکونه په تدمر ښار کې د ماینونو خنثی کولو لپاره لا له وړاندې دیره شوي دي.
روسي چارواکو ویلي، په دغه لرغوني ښار کې یې پوځي اډه موقته بڼه لري او د لرغونو سیمو په شاو خوا کې د ايښودل شويو ماینونو تر پاکولو وروسته به یادې اډې وتړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA