ads

د ننګرهار مدني فعالانې: د سوځول شوې مرسل قاتلې ته سزا غواړو

د ننګرهار یو شمیر ښځینه مدني فعالانو او د ولایتي شورا ښځینه وکیلانو د ښوونځي د سوځول شوې مرسل، قاتلې ته د سختې سزا غوښتنه وکړه.دوی نن په ولایتي شورا کې سره را غونډې شوې او د یوه لاریون په ترڅ کې پر حكومت غږ وكړ چې كه د دا ډول پېښو په مخنيوي كې […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1395
د ننګرهار مدني فعالانې: د سوځول شوې مرسل قاتلې ته سزا غواړو

د ننګرهار یو شمیر ښځینه مدني فعالانو او د ولایتي شورا ښځینه وکیلانو د ښوونځي د سوځول شوې مرسل، قاتلې ته د سختې سزا غوښتنه وکړه.
دوی نن په ولایتي شورا کې سره را غونډې شوې او د یوه لاریون په ترڅ کې پر حكومت غږ وكړ چې كه د دا ډول پېښو په مخنيوي كې جدي پاملرنه ونه كړي او د مرسل قاتله په سزا ونه رسوي، نو دوى به خپلو اعتراضونو ته دوام وركړي.
مرسل د جلال اباد ښار د بي بي زینب لیسې د نهم ټولګي ۱۵ کلنه زده کوونکې وه، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د خپلې وریندار له لوري په تناره کې وسوځول شوه. د ننګرهار یو شمیر ښځینه مدني فعالانو او د ولایتي شورا ښځینه وکیلانو د ښوونځي د سوځول شوې مرسل، قاتلې ته د سختې سزا غوښتنه وکړه.
دوی نن په ولایتي شورا کې سره را غونډې شوې او د یوه لاریون په ترڅ کې پر حكومت غږ وكړ چې كه د دا ډول پېښو په مخنيوي كې جدي پاملرنه ونه كړي او د مرسل قاتله په سزا ونه رسوي، نو دوى به خپلو اعتراضونو ته دوام وركړي.
مرسل د جلال اباد ښار د بي بي زینب لیسې د نهم ټولګي ۱۵ کلنه زده کوونکې وه، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د خپلې وریندار له لوري په تناره کې وسوځول شوه.
د ننګرهار ولایتي شورا وکیلې نیلوفر عزیز، مرسل ته د عدالت غوښتنې په لاریون كې وويل، په هیواد کې د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډیری دا ډول پیښې د خراب اقتصادي حالت، ناوړه دودونو او د اسلام له مبارک دین څخه د ناخبرـ له امله رامنځ ته کیږي.
هغې پر حكومت غږ وكړ چې د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره لازم ګامونه پورته كړي او د مرسل قاتله په سزا ورسوي.
په همدې حال کې بیا د ننګرهار د ښځو چارو رئیسه انیسه عمراني هم له عدلي او قضایي  ارګانونو غوښتنه کوي، چې د وژل شوې مرسل قاتله دې په عادلانه ډول محاکمه شي.
مېرمن عمراني وایي، که چیرته دغه میرمن محاکمه نه شي، دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د خپلې وريندارې په لاس د سوځول شوې مرسل کورنۍ هم د هغې د قاتلې د محاکمې او اعدام سزا غوښتنه کوي.
د مرسل ورور او د هغې د قاتلې خاوند اجمل له کلید سره په خبرو کې په ژړغوني غږ وویل، چې د میرمنې دا عمل یې په هیڅ صورت د بخښنې وړ نه دی.
د یادولو وړ ده، چې امنیتي ارګانونو تر یادې پيښې وروسته د مرسل د وژلو په تور د هغې وریندار او یو ورور نیولى چې اوسمهال دواړه په استيناف څارنوالۍ كې تر عدلي تعقيب لاندې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA