ads

خوږياڼو كې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو نښته، درې طالب قومندانان مړه، ۴ وسله وال ټپيان

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سیمه يیزو پولیسو او وسله والو ترمنځ نښه کې د دریو قوماندانانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، د خوږياڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې وسله والو طالبانو […]

نویسنده: TKG
29 غویی 1395
خوږياڼو كې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو نښته، درې طالب قومندانان مړه، ۴ وسله وال ټپيان

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سیمه يیزو پولیسو او وسله والو ترمنځ نښه کې د دریو قوماندانانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، د خوږياڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې وسله والو طالبانو د سیمه يیزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې د نښتې پر مهال يې د دریو قوماندانانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او ګڼ نور مخالفين ټپیان شوي هم دي.
خوږیاڼی زياتوي په دغه نښته کې یو سیمه يیز پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوې دي. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سیمه يیزو پولیسو او وسله والو ترمنځ نښه کې د دریو قوماندانانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن کلید ته وویل، د خوږياڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې وسله والو طالبانو د سیمه يیزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې د نښتې پر مهال يې د دریو قوماندانانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او ګڼ نور مخالفين ټپیان شوي هم دي.
خوږیاڼی زياتوي په دغه نښته کې یو سیمه يیز پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوې دي.
بلخوا تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
وسله والو ته دا مرګ ژوبله په داسې حال کې اوړي، چې تېره ورځ د ننګرهار امنیه قوماندان زړور زاهد ويلي وو، چې په ټول ولایت کې به وسله وال سخت وځپي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA