ads

چين د كابل- اسلام اباد تر منځ د اړيكو په رغولو كې منځګړيتوب كوي

د چين لومړى وزير لي كيكيانګ وايي، هېواد يې د افغان حکومت په مالکيت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او چمتو دى، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د بهترۍ لپاره منځګړيتوب وکړي.نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په بيجينګ كې د افغانستان له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې […]

نویسنده: TKG
28 غویی 1395
چين د كابل- اسلام اباد تر منځ د اړيكو په رغولو كې منځګړيتوب كوي

د چين لومړى وزير لي كيكيانګ وايي، هېواد يې د افغان حکومت په مالکيت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او چمتو دى، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د بهترۍ لپاره منځګړيتوب وکړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په بيجينګ كې د افغانستان له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړې.
هغه زياته کړه، دوى په پوځي، امنيتي، اقتصادي، ټرانزيټي، تجارتي او تخنيکي برخو کې چمتو دي، چې له افغانستان سره همکارۍ او دوه اړخيزې اړيکې ډېرې کړي. د چين لومړى وزير لي كيكيانګ وايي، هېواد يې د افغان حکومت په مالکيت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي او چمتو دى، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د بهترۍ لپاره منځګړيتوب وکړي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په بيجينګ كې د افغانستان له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال وكړې.
هغه زياته کړه، دوى په پوځي، امنيتي، اقتصادي، ټرانزيټي، تجارتي او تخنيکي برخو کې چمتو دي، چې له افغانستان سره همکارۍ او دوه اړخيزې اړيکې ډېرې کړي.
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وويل، چې هېواد يې پر ډېرو ستونزو برلاسی شوی، خو لا هم اوږده لاره په مخ کې لري او د امنيت او اقتصادي ودې په مخ کې د پرتو ستونزو د حل لپاره د چين مرسته اساسي شرط دی.
نوموړي د چين له لومړي وزيره وغوښتل، چې هېواد يې د افغان هوايي ځواک د پياوړتيا لپاره مرسته وکړي، ترڅو په کور دننه د داخلي او بهرنيو تروريستي ډلو په ضد يې وړتياوې زياتې شي. 
ټاکل شوې، چې عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د چين له جمهور رئيس شي جين پنګ سره هم وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA