د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ښځو پر وړاندې د ښځو د تاوتریخوالي په یوه وروستۍ پيښه کې د ښوونځي یوه ۱۵ کلنه زده کوونکې د خپلې وریندار له لورې د تناره د لمبو خاشاک شوه.
دا پيښه د ننګرهار په کومه نا امنه سیمه نه بلکې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په پنځوس مترۍ کې رامنځته شوې؛ خو د امنيتي مسوولينو ځكه نه شواى كولى چې پيښه د کورني تاوتریخوالي له امله د کور په انګړ کې شوې ده.
مرسل په بي بي زینب عالي لیسه کې د نهم ټولګي زده کوونکې وه؛ خو د زده کړو پیل کړی بهیر یې ځکه ناتمام شو، چې په ډيرې بې رحمۍ ووژل شوه. د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ښځو پر وړاندې د ښځو د تاوتریخوالي په یوه وروستۍ پيښه کې د ښوونځي یوه ۱۵ کلنه زده کوونکې د خپلې وریندار له لورې د تناره د لمبو خاشاک شوه.
دا پيښه د ننګرهار په کومه نا امنه سیمه نه بلکې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ په پنځوس مترۍ کې رامنځته شوې؛ خو د امنيتي مسوولينو ځكه نه شواى كولى چې پيښه د کورني تاوتریخوالي له امله د کور په انګړ کې شوې ده.
مرسل په بي بي زینب عالي لیسه کې د نهم ټولګي زده کوونکې وه؛ خو د زده کړو پیل کړی بهیر یې ځکه ناتمام شو، چې په ډيرې بې رحمۍ ووژل شوه.
د مرسل ورور اجمل له کلید سره په مرکه کې وویل، چې خور یې له ښځې سره په کومه عادي موضوع لفظي شخړه کړې وه.
د هغه په خبره، که دا شخړه هرڅومره لویه هم واى، نو د مرسل پر بې رحمانه مرګ يې بايد خبره نه واى راټوله شوې : (( له هغې وړاندې خو هیڅ خبره نه وه، واده و، ټول واده ته تللي وو، زما خور خو به دومره لوې جرم نه و کړی، چې لومړی يې زندۍ کړې او بیا یې سوځولې ده، که دا زما خور هرڅومره ملامته وه نو دومره خو د یوه انسان هم زړه نه وي، چې ويې سوځوي.))
د وژل شوې مرسل ورور له کلید سره په مرکه کې په ژړغوني انداز وویل، هغه مهال دى په دنده کې و چې د خپلې خور د بې رحمانه وژنې خبر ور ورسېد.
اجمل وايي، شک ځکه د ده پر ښځه دی، چې کور کې د مرسل او د ده له ښځې پرته بل هیڅوک هم موجود نه وو: (( کله چې زه په وظیفه کې وم، نو د خور میړه مې راته زنګ را ووهلو، راته یې وویل، اجمله مرسل مړه شوې، بس نور نو بیا زه په ځان نه یم پوه شوی، چې تر کوره څنګه زه راغلم، بله خور مې ډاکټره ده چې كور ته رغلم هغه سر تندی وهي او ژاړي، بس پیښه وه راباندې راغله نو))
د مرسل په قتل تورنه فهیمه په لومړیو کې پر خپل جرم منکره وه؛ خو وروسته یې اعتراف کړی، چې مرسل یې وژلې؛ مګر له ځان سره يې په پيښه کې خپل لېور فواد هم تورن کړی دی.
اوسمهال فواد او فهیمه د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي او د ننګرهار په استيناف څارنوالۍ کې تر عدلي تعقیب لاندې دي.
د مرسل ورور اجمل د خپلې خور په قتل كې د خپلې ښځې د ښكېلتيا په اړه كليد ته وويل: (( خپلې کوټې ته راغلم، خپلې ښځې ته مې وویل، که دغه کار تا کړی وي، نو ماته ووایه چې زه دې له دې ځایه وباسم زه هم درسره ځم، دا خبرې مې په دې خاطر ورته وکړې، چې اوس دا اقرار وکړي، خو هغې راته وویل، چې نه اجمله دا کار ما نه دی کړی.))
اجمل وايي، لومړی یې د احساساتو له امله نه غوښتل، چې د کور خبره دې تر امنیتي ادارو ورسوي؛ خو د ښځې بې رحمانه کړنو یې مجبور کړ، چې هغه د پولیسو په لاس ورکړي.
د مرسل ورور او ټوله کورنۍ په دې ټینګار کوي، چې د بې ګناه مرسل قاتله فهیمه دې، پر اعدام محکومه شي: (( اوس زموږ د ټولې کورنۍ دا غوښتنه ده، چې باید فهیمه دې د خپل عمل سزا وویني، هغه دې هم لکه د معصومې مرسل په شان وسوځول شي. باید داسې سزا وويني چې زموږه ټوله کورنۍ یې په خپلو سترګو وګوري.))
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسوولین هم وايي، چې د مقتولې مرسل د وژل کیدو په تور یې د هغې وریندار او ورور نیولي او اوسمهال په استيناف څارنوالۍ کې تر پلټنو او نظارت لاندې دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال کلید ته تاييد كړه چې د دغې پیښې په تړاو یې د مرسل وریندار او کشر ورور نیولي، چې قضیه یې د نور تعقیب لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلې ده: (( ددغې پیښې په تړاو موږه دوه کسان نیولې، چې یو د مرسل وریندار او بل یې ورور دی، څېړنې ترې روانې دي او په دوسيه كې چې هر ډول پرمختګ راشي موږ به يې له رسنيو سره شريك كړو.))
دیني عالمان وايي، په اسلام کې د قاتل لپاره د قصاص اخیستلو مسئله ده او هغه کس چې قاتل دی، باید قصاص شي.
دیني عالم مولوي محمد غني فاروقي کلید ته وویل، د اسلام په مبارک دین کې د انسان سوځول نشته او هغه چا چې دغه جرم تر سره کړی باید نورې سختې سزاوې وګوري.
مولوي فاروقي زیاته کړه: (( کله چې له یوه بې ګناه انسان څخه خپل حق واخیستل شي، یعنې هغه ووژل شي، د هغه ګناه قصاص ده، دا چې دغې میرمنې قتل کړی باید نوره درنه سزا ورته ورکړل شي، سوځول انسانان نه کوي))
که څه هم په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډيرې پيښې ثبت شوي؛ خو دا چې یوه وریندار خپله ایندرور لومړی زندۍ کوي او بیا یې په ډيرې بې رحمۍ په تناره کې سوځوي، لومړۍ بې رحمانه پيښه ګڼل کیږي.


