ads

مينه پال: تر څو پاكستان خپلې ژمنې عملي نه كړي د سولې هڅې خوشې دي

افغان حكومت وايي، تر هغې چې پاكستان د سولې په اړه په څلور اړخيزو غونډو كې د خپلو كړو ژمنو په اړه عملي اقدام ونكړي، د دغه هېواد لخوا د سولې په نوم هڅې د وخت ضايع كول دي.ټاكل شوې ده، چې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين پنځمه څلور اړخيزه غونډه سبا په اسلام […]

نویسنده: TKG
28 غویی 1395
مينه پال: تر څو پاكستان خپلې ژمنې عملي نه كړي د سولې هڅې خوشې دي

افغان حكومت وايي، تر هغې چې پاكستان د سولې په اړه په څلور اړخيزو غونډو كې د خپلو كړو ژمنو په اړه عملي اقدام ونكړي، د دغه هېواد لخوا د سولې په نوم هڅې د وخت ضايع كول دي.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين پنځمه څلور اړخيزه غونډه سبا په اسلام اباد کې جوړه شي.
د دې غونډې د جوړېدو خبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند لخوا خپور شوی، چې په ترڅ کې يې د يادو هېوادونو استازي د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمينې د برابرولو هڅې کوي. افغان حكومت وايي، تر هغې چې پاكستان د سولې په اړه په څلور اړخيزو غونډو كې د خپلو كړو ژمنو په اړه عملي اقدام ونكړي، د دغه هېواد لخوا د سولې په نوم هڅې د وخت ضايع كول دي.
ټاكل شوې ده، چې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين پنځمه څلور اړخيزه غونډه سبا په اسلام اباد کې جوړه شي.
د دې غونډې د جوړېدو خبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياند لخوا خپور شوی، چې په ترڅ کې يې د يادو هېوادونو استازي د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمينې د برابرولو هڅې کوي.
د جمهور رئيس مرستيال وياند دوا خان مينه پال نن كليد سره په خبرو كې په ياده غونډه كې د افغان حكومت ګډون نه رد او نه هم تاييد كړ، خو زياته يې كړه، تردې وروسته چې كومې غونډې جوړېږي، نو د سفيرانو په كچه به وي: (( د حكومت دريځ معلوم دى، تر څو چې پاكستان د څلور اړخيزو غونډو پر مهال كړې ژمنې عملي نه كړي، د سولې په نوم هڅې د افغانستان د حكومت لپاره د وخت ضياع ده. كه له دې وروسته هر ډول ناستې كېږي دا به يوازې د كشرانو په كچه وي، افغان حكومت عملي اقداماتو ته په تمه دى.))
څلور اړخيز ګروپ په تېرې فبروري مياشت کې په کابل کې په خپله وروستۍ غونډه کې وسله والو طالبانو ته بلنه ورکړه، چې د دوى په پنځمه غونډه کې، چې ټاکل شوې وه د مارچ مياشتې په لومړيو کې په اسلام اباد کې جوړه شي، ګډون وکړي، خو طالبانو په دغه غونډه كې له ګډونه انكار وكړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA