ads

لعلپوره كې وسله والو دوه واكسيناتوران برمته كړي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي،  په لعلپورې ولسوالۍ کې ځايي وسله والو د پولیو واکسین دوه تنه واکسیناتوران له ځانه سره وړي دي.د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي کلید ته وویل، یاد کسان پرون د پولیو کمپاین تر پیلېدو څو ساعته وروسته وسله والو برمته کړي دي.د خوږياڼي په خبره د نیول شویو […]

نویسنده: TKG
28 غویی 1395
لعلپوره كې وسله والو دوه واكسيناتوران برمته كړي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي،  په لعلپورې ولسوالۍ کې ځايي وسله والو د پولیو واکسین دوه تنه واکسیناتوران له ځانه سره وړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي کلید ته وویل، یاد کسان پرون د پولیو کمپاین تر پیلېدو څو ساعته وروسته وسله والو برمته کړي دي.
د خوږياڼي په خبره د نیول شویو واکسیناتورانو د خلاصون په موخه قومي سپین ږیري سیمې ته استول شوي او اټکل کیږي، چې نن د ورځې په اوږدو کې بیرته را خوشې شي.
بلخوا د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA