د كندهار د پوهنې رياست چارواكي وايي، په دې ولايت كې د ورځ تر بلې ډېرېدونكو كارګرو او د بې وزلۍ له كبله شاقه كارونو ته د مجبورو ماشومانو لپاره يو ځانګړى ښوونځى جوړوي.د كندهار ښار په اكثره څلور لارو كې دا مهال بې شمېره كوچنيان ليدل كېږي چې يا به د ټليفون كارتونه پلوري، يا هم سپيلني دود كوي يا موټرې مينځي يا هم موچيتوب كوي او چې په يو كار كې كور ته نفقه پيدا نه كړي نو سوال او درنو كارونو ته مجبورېږي.
دا ماشومان وايي، خپله يې زړه نه غواړي خو كه دوى د ژمي په يخنۍ او د اوړي په سخته ګرمۍ كې كار ونه كړي نو كورنۍ يې له لوږې مري.
په كندهار كې د كوچنيانو د ملاتړ يا سي پي اى اين ادارې مشر نصر الدين زلمى د دغه ډول ماشومانو په ډېرېدو اندېښنه ښيي او وايي سره له دې چې دلته د بې وزلۍ او مجبوريت له مخې د كارګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دى، خو دولت يې تر اوسه پاڼه نه ده اړولې
د كندهار د پوهنې رياست چارواكي وايي، په دې ولايت كې د ورځ تر بلې ډېرېدونكو كارګرو او د بې وزلۍ له كبله شاقه كارونو ته د مجبورو ماشومانو لپاره يو ځانګړى ښوونځى جوړوي.
د كندهار ښار په اكثره څلور لارو كې دا مهال بې شمېره كوچنيان ليدل كېږي چې يا به د ټليفون كارتونه پلوري، يا هم سپيلني دود كوي يا موټرې مينځي يا هم موچيتوب كوي او چې په يو كار كې كور ته نفقه پيدا نه كړي نو سوال او درنو كارونو ته مجبورېږي.
دا ماشومان وايي، خپله يې زړه نه غواړي خو كه دوى د ژمي په يخنۍ او د اوړي په سخته ګرمۍ كې كار ونه كړي نو كورنۍ يې له لوږې مري.
په كندهار كې د كوچنيانو د ملاتړ يا سي پي اى اين ادارې مشر نصر الدين زلمى د دغه ډول ماشومانو په ډېرېدو اندېښنه ښيي او وايي سره له دې چې دلته د بې وزلۍ او مجبوريت له مخې د كارګرو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دى، خو دولت يې تر اوسه پاڼه نه ده اړولې: (( اساسي مشكل دلته دا دى چې د كورنيو اقتصادي وضعيت ډېر خراب دى، د كاروبار ستونزې هرې كورنۍ ته متوجه دي، دلته همدا وجه ده چې كارګر ماشومان زيات شوي، خو تر اوسه ورته اساسي كار نه دى شوى.))
بلخوا د كندهار د پوهنې رياست ښاري زده كړو امريت وايي، دوى د دغو كارګرو ماشومانو د روزنې او زده كړو په برخه كې اندېښنې درك كړي او ډېر ژر به ورته د ښار په نهمه ناحيه كې يو ځانګړى ښوونځى جوړ كړي.
د كندهار د زده كړو ښاري امر محمد طاهر ايوبي په دې اړه كليد ته وويل، په دې ښوونځي كې به ټولو كارګرو، بې وزله او بې سرپرسته ماشومانو ته د زده كړې اسانتياوې برابرې كړي: (( دې ښوونځي كې به ټول هاغه ماشومان زده كړې كوي چې په ښار كې سپېلني دود كوي، يا هم بوټونه پالش كوي او يا موټرونه مينځي، د دې ښوونځي لګښت د پوهنې مينه وال ځوانان او ملي سوداګر راكوي، چې په مالي بهير سربېره به د ښوونځي په تدريسي بهير كې هم مرستندوى ثابت شي. په دې ښوونځي كې به زه خپله هم اوونۍ كې يو وار تدريس كوم نور ځوانان به هم راځي.))
دا په داسې حال كې ده چې په كندهار كې د كارګرو كوچنيانو تر څنګ د سوالګرو كوچنيانو شمېر هم زيات شوى.
كندهاريان وايي، دغه سوالګر ماشومان ورته د توكو د پلورلو په بهانه د سوال لاس اوږدوي، خو دولت يې لا تر اوسه پر سر د رحم لاس نه دى كش كړى.


