د ملي وحدت حكومت اجرائيه رئيس ډاكټر عبدالله په بيجنګ كې له افغان محصلينو سره په كتنه كې ويلي، له تركمنستان څخه د ۵۰۰ ميګاواټه برېښنا پروژې لغوه كېدل به د ټولو افغانانو د محرومولو په معنا وي.
ډاكټر عبدالله زياته كړه، نه يوازې دا چې خلك د دې پروژې د لېږد پر مشكلاتو نه دي پوهول شوي بلكې اوسمهال دا پروژه په لوى لاس سياسي شوې ده: (( تېره ورځ مسالمت اميزه لاريونونه وشول، خو دوى يوه غوښتنه لرله چې دا پروژه لغوه شي، خو دا پروژه كه لغوه شي، نو د ټولو افغانانو د محرمولو په معنا ده.)) د ملي وحدت حكومت اجرائيه رئيس ډاكټر عبدالله په بيجنګ كې له افغان محصلينو سره په كتنه كې ويلي، له تركمنستان څخه د ۵۰۰ ميګاواټه برېښنا پروژې لغوه كېدل به د ټولو افغانانو د محرومولو په معنا وي.
ډاكټر عبدالله زياته كړه، نه يوازې دا چې خلك د دې پروژې د لېږد پر مشكلاتو نه دي پوهول شوي بلكې اوسمهال دا پروژه په لوى لاس سياسي شوې ده: (( تېره ورځ مسالمت اميزه لاريونونه وشول، خو دوى يوه غوښتنه لرله چې دا پروژه لغوه شي، خو دا پروژه كه لغوه شي، نو د ټولو افغانانو د محرمولو په معنا ده.))
ډاكټرعبدالله زياته كړه، د دې پروژې مسير د تېر حكومت د كابينې لخوا ټاكل شوى و او اوسني حكومت يې تر اوسه ځكه كار درولى و چې څرنګه وكولى شي؟ له همدې پروژې څخه باميانو او شاوخوا ولايتونو ته برېښنا ولېږدوي: ((د دې پروژې كار تر ۶ مياشتو وځنډېد، تر څو موږ ډاډه شو چې باميانو ته د چاريكار له لارې ۳۰۰ ميګا واټه برېښنا رسېږي، بله دا چې پيسې يې پيدا شوې، د اسيايي پراختيايي بانك واضح مكتوب موږ ته راغى چې دغې پروژې لپاره موږ بودجه لرو يوازې د دغې پروژې د تطبيق لپاره د سروې په تمه وو.))
ډاكټرعبدالله دا څرګندونې په داسې حال كې كړي چې تېره ورځ په كابل كې زرګونه لاريون كوونكو پر حكومت غږ وكړ چې له تركمنستانه افغانستان ته د برېښنا د لېږد پروژه دې د سالنګ د مسير پر ځاى له باميانو تېره كړي.
دوى پر حكومت غږ وكړ چې ژر تر ژره د دې پروژې د تطبيق په اړه د غويي د مياشتې د ۱۱مې نېتې مصوبه باطله اعلان كړي، كه نه دوى به خپلو لاريونونو ته دوام وركړي.


