ads

سبا افغان پراختيايي كركټ لوبډله د پاكستان له اچ بي ايل سره مخامخ كېږي

ټاکل شوې چې سبا د افغانستان د پراختیايي کرکټ لوبډله د پاکستان د “اچ بي ايل” لوبډلې سره په كابل كې كركټ سيالۍ پيل كړي.د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، د افغانستان د کرکټ پراختیايي لوبډله د پاکستان د حبیب بانک یا “اچ بي ايل” لوبډلې سره  چې وړمه ورځ كابل ته راورسېده، څلور […]

نویسنده: TKG
28 غویی 1395
سبا افغان پراختيايي كركټ لوبډله د پاكستان له اچ بي ايل سره مخامخ كېږي

ټاکل شوې چې سبا د افغانستان د پراختیايي کرکټ لوبډله د پاکستان د “اچ بي ايل” لوبډلې سره په كابل كې كركټ سيالۍ پيل كړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، د افغانستان د کرکټ پراختیايي لوبډله د پاکستان د حبیب بانک یا “اچ بي ايل” لوبډلې سره  چې وړمه ورځ كابل ته راورسېده، څلور یوه ورځنۍ او دوې څلور ورځنۍ لوبې كوي.
نن په کابل کې د پاکستان او افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د کرکټ بورډ  اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي هیله وښوده، چې په دې سره به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله ښې لاسته راوړنې ولري ټاکل شوې چې سبا د افغانستان د پراختیايي کرکټ لوبډله د پاکستان د “اچ بي ايل” لوبډلې سره په كابل كې كركټ سيالۍ پيل كړي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وویل، د افغانستان د کرکټ پراختیايي لوبډله د پاکستان د حبیب بانک یا “اچ بي ايل” لوبډلې سره  چې وړمه ورځ كابل ته راورسېده، څلور یوه ورځنۍ او دوې څلور ورځنۍ لوبې كوي.
نن په کابل کې د پاکستان او افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د کرکټ بورډ  اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي هیله وښوده، چې په دې سره به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله ښې لاسته راوړنې ولري: (( زموږ له دې كاره به د نورو هیوادونو کرکټ لوبډلې تشویق شي تر څو د افغانستان په کوربه توب لوبو کې ګډون وکړي، همدا راز مو له دې لوبو څخه هدف دا دى چې تكړه لوبغاړي به ترې انتخاب او افغان ملي لوبډله كې به واخيستل شي.))
په ننني خبري کنفرانس کې د پاکستان د کرکټ بورډ مسوولینو بيا یادونه وکړه، د دوى لخوا په لوبېدونكې لوبډله كې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړو شاهد افریدي، عمر ګل او یو شمیر نورو هم د ګډون تابیا کړې وه، خو په وینا یی د بوختیاو له امله یی په دغه لوبو کې د ګډون زمینه برابره نه شوه.
د پاکستان کرکټ بورډ مسوولینو دغه راز د افغانانو له میلمه پالنې هم ځانګړې مننه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA