د خوست د متون کجیري کلي د نجونو په ښوونځي کې ګڼې نجونې مسمومي شوې دي.
د خوست د عامې روغتیا ریاست د ساري امراضو د مخنیوي ادارې مشر ډاکتر ګل احمدشاه لکڼوال وایي، د نجونو زده كوونكو د مسموميت علت نه دى معلوم خو د مسموميت د څرنګوالي په موخه یې ځینې نښې نښانې په عاجل ډول کابل ته لیږلې.
ده وویل، چې تراوسه هم ځینې نجونې په ښار او ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د خوست د متون کجیري کلي د نجونو په ښوونځي کې ګڼې نجونې مسمومي شوې دي.
د خوست د عامې روغتیا ریاست د ساري امراضو د مخنیوي ادارې مشر ډاکتر ګل احمدشاه لکڼوال وایي، د نجونو زده كوونكو د مسموميت علت نه دى معلوم خو د مسموميت د څرنګوالي په موخه یې ځینې نښې نښانې په عاجل ډول کابل ته لیږلې.
ده وویل، چې تراوسه هم ځینې نجونې په ښار او ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
نوموړي زياته كړه، تر اوسه ورسره د مسمومو شويو نجونو کره شمېر نشته خو په وينا يې د ښوونځي د ادارې د مسوولينو د معلوماتو له مخې ويلى شى چې د درېو ټولګيو نجونې په يو وخت مسمومې شوې دي.
لكڼوال زياته كړه دا مهال د ټولو مسمومو شويو نجونو روغتیایې وضعیت د ډاډ وړ دی.


