ads

خوست كې د مطالعې اوونۍ: له ۲۵۰۰ زيات ځوانان ۱۲ زره كتابونه لولي

پرون په خوست ښار كې د ځوانانو لپاره د كتاب لوستنې اوونۍ پيل شوه چې تر اووه ورځو پورې به دا لړۍ دوام وكړي.د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد امین شاه الفت كليد ته وويل، دغه لړۍ چې اووه ورځې به دوام وکړي، په ترڅ كې به يې تر دوه نیمو زرو زیات کسان […]

نویسنده: TKG
28 غویی 1395
خوست كې د مطالعې اوونۍ: له ۲۵۰۰ زيات ځوانان ۱۲ زره كتابونه لولي

پرون په خوست ښار كې د ځوانانو لپاره د كتاب لوستنې اوونۍ پيل شوه چې تر اووه ورځو پورې به دا لړۍ دوام وكړي.
د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد امین شاه الفت كليد ته وويل، دغه لړۍ چې اووه ورځې به دوام وکړي، په ترڅ كې به يې تر دوه نیمو زرو زیات کسان د کتابونو د نندارې او لوستلو لپاره اطلاعات و فرهنګ ریاست ته مراجعه كوي: (( د كتاب لوستنې د جشنوارې غونډه مو پرون وكړه، دلته موږ سره ۱۲ زره كتابونه ايښي دي، شايد تر ۲۵۰۰ زيات كسان ورته راشي، زموږ به كوشش دا وي چې له كتابتون سره مو خلك د كتابونو مرسته وكړي، تر اوسه راسره ۵۰ بېلا بېل كتابونه مرسته شوي او لا هم هيله من يوو چې با احساسه خلك نه يوازې دلته د كتاب لوستلو لپاره راشي، بلكې د كتابونو مرسته هم وكړي.)) پرون په خوست ښار كې د ځوانانو لپاره د كتاب لوستنې اوونۍ پيل شوه چې تر اووه ورځو پورې به دا لړۍ دوام وكړي.
د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئيس محمد امین شاه الفت كليد ته وويل، دغه لړۍ چې اووه ورځې به دوام وکړي، په ترڅ كې به يې تر دوه نیمو زرو زیات کسان د کتابونو د نندارې او لوستلو لپاره اطلاعات و فرهنګ ریاست ته مراجعه كوي: (( د كتاب لوستنې د جشنوارې غونډه مو پرون وكړه، دلته موږ سره ۱۲ زره كتابونه ايښي دي، شايد تر ۲۵۰۰ زيات كسان ورته راشي، زموږ به كوشش دا وي چې له كتابتون سره مو خلك د كتابونو مرسته وكړي، تر اوسه راسره ۵۰ بېلا بېل كتابونه مرسته شوي او لا هم هيله من يوو چې با احساسه خلك نه يوازې دلته د كتاب لوستلو لپاره راشي، بلكې د كتابونو مرسته هم وكړي.))
نوموړي پر فرهنګیانو، سوداګرو او د پوهنتون پر استادانو غږ وكړ، چې خوست کې د ټولو کتابتونو د غني کولو لپاره مرسته وکړي او خلک د کتاب د ارزښت په اړه وپوهوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA