چارواكي وايي، نن د خوست په مركز كې د نجونو د زرغونې انا او بي بي خديجې ليسه كې د لږ تر لږه ۳۱ مسموميتونو د رامنځته كېدو پېښه څېړي.
دغه پېښې په دواړو لېسو كې هم مهاله له غرمې مخكې په يوولس بجو رامنځته شوې چې په ترڅ كې يې د زرغونې انا د لېسې ۲۳ او د بي بي خديجې ليسې ۸ نجونې مسمومې شوې.
د خوست د پوهنې رئيس انجنير بخت نور بختيار د خوست په ملكي روغتون كې خبريالانو ته وويل، د نجونود مسموميت لامل لا نه دى څرګند خو په وينا يې ټولې مسمومې شوې زده كوونكې يې روعغتون ته پر وخت رارسولي چې اوس يې روغتيايي وضعيت ښه دى. چارواكي وايي، نن د خوست په مركز كې د نجونو د زرغونې انا او بي بي خديجې ليسه كې د لږ تر لږه ۳۱ مسموميتونو د رامنځته كېدو پېښه څېړي.
دغه پېښې په دواړو لېسو كې هم مهاله له غرمې مخكې په يوولس بجو رامنځته شوې چې په ترڅ كې يې د زرغونې انا د لېسې ۲۳ او د بي بي خديجې ليسې ۸ نجونې مسمومې شوې.
د خوست د پوهنې رئيس انجنير بخت نور بختيار د خوست په ملكي روغتون كې خبريالانو ته وويل، د نجونود مسموميت لامل لا نه دى څرګند خو په وينا يې ټولې مسمومې شوې زده كوونكې يې روعغتون ته پر وخت رارسولي چې اوس يې روغتيايي وضعيت ښه دى.
د خوست د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د مخنيوي څانګې مشر ډاكټر ګل احمدشاه لكڼوال بيا وايي، د پېښې له ظاهري ډول څخه داسې ښكاري چې دا كومه قصدي پېښه نه ده، بلكې نجونې د كوم طبيعي لامل په وجه مسمومې شوې دي: (( بيا هم موږ د احتياط په ډول د ښوونځي د څښاك د اوبو او يو شمېر خوراكي توكو نمونې لابراتوار ته استولې دي، ټولې مسمومې شوې نجونې له لسو تر ۱۸ كلنۍ پورې عمر لري چې د اووم، اتم، نهم او لسمو ټولګيو زده كوونكې دي.))
دا په داسې حال كې ده چې د خوست ولايت مقام كليد راډيو ته په يوه را استولې خبرپاڼه كې ويلي، امنيتي چارواكي نن په خوست كې د دوه ليسو د ۳۱ زده كوونكو د مسموميت پېښه په جدي ډول تر څېړنې لاندې نيولې ده.


