ads

جار: سبا په ننګرهار كې د لسو ولايتي لوبډلو كركټ سيالۍ پيلېږي

د افغان کرکټ بورډ چارواکي وایي، په ننګرهار كې به سبا رسما د لسو ولایتونو د غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل كړي.د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي نن په جلال اباد ښار کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل،  د لسو ولایتونو د غوره کرکټ لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ په ننګرهار کې […]

نویسنده: TKG
28 غویی 1395
جار: سبا په ننګرهار كې د لسو ولايتي لوبډلو كركټ سيالۍ پيلېږي

د افغان کرکټ بورډ چارواکي وایي، په ننګرهار كې به سبا رسما د لسو ولایتونو د غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل كړي.
د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي نن په جلال اباد ښار کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل،  د لسو ولایتونو د غوره کرکټ لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ په ننګرهار کې پیلیږي، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
نوموړی وایي، د دغو سیالیو موخه د کورني کرکټ د ودې ترڅنګ د نويو استعدادونو موندنه ده.
عبدالرحیمزي زیاته کړه، په دغو لوبو کې به د ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړي هم ولوبیږي د افغان کرکټ بورډ چارواکي وایي، په ننګرهار كې به سبا رسما د لسو ولایتونو د غوره لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل كړي.
د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي نن په جلال اباد ښار کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل،  د لسو ولایتونو د غوره کرکټ لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ په ننګرهار کې پیلیږي، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.
نوموړی وایي، د دغو سیالیو موخه د کورني کرکټ د ودې ترڅنګ د نويو استعدادونو موندنه ده.
عبدالرحیمزي زیاته کړه، په دغو لوبو کې به د ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړي هم ولوبیږي:((له دې لوبډلو څخه تېر كال لومړۍ درجه څلور سيمي فاينلسټ لوبډلې وې، چې هره يوه يې پكتيا، ننګرهار، لغمان او خوست لوبډله ده، شپږ نورې لوبډلې ورته راغلې، دا لس لوبډلې په دوه ګروپونو ويشل شوې دي، چې هر ګروپ كې پنځه لوبډلې دي، له دې ډلې هره لوبډله مخكې له دې چې سيمي فاينل ته لاره پيدا كړي څلور- څلور لوبې په كوي.))
د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولین د لسو ولایتونو ترمنځ د کرکټ د سیالیو د پیل خبر په داسې حال کې ورکوي، چې په دې وروستیو اوونیو کې د هیواد په کچه د ۱۷ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبې هم ترسره شوې .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA