ads

هلمند: په تېرو ۶ مياشتو كې نږدې۱۵۵۰ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د جګړې د لومړۍ كرښې تر ټولو زيات قربانيان پوليس دي چې يوازې په تېرو ۶ مياشتو كې نږدې ۱۵۵۰ ملي او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د هلمند پخواني امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د نوي […]

نویسنده: The Killid Group
27 غویی 1395
هلمند: په تېرو ۶ مياشتو كې نږدې۱۵۵۰ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د جګړې د لومړۍ كرښې تر ټولو زيات قربانيان پوليس دي چې يوازې په تېرو ۶ مياشتو كې نږدې ۱۵۵۰ ملي او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د هلمند پخواني امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د نوي امنيه قومندان د معرفۍ غونډې ته وكړې او زياته يې كړه، په دغه ولايت كې سره له دې چې ملي اردو هم ميشته وه، د جګړې اتيا سلنه بار د پوليسو پر اوږه دى: (( اتيا څه چې نوي فيصده جګړه پر موږ وه، څه سرحدي پوليس، څه ملي پوليس، څه هم محلي پوليس، زه درته وايم تر تېرې مياشتې پورې ۴۴۵ شهيدان موږ وركړي، ۱۱۰۰ مو ټپيان درلود، وروره دا د يو چا زامن وو، د يو چا وروڼه وو، د يو چا د كور سرپرستان وو.))

د هلمند امنيتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې د جګړې د لومړۍ كرښې تر ټولو زيات قربانيان پوليس دي چې يوازې په تېرو ۶ مياشتو كې نږدې ۱۵۵۰ملي او سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د هلمند پخواني امنيه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د نوي امنيه قومندان د معرفۍ غونډې ته وكړې او زياته يې كړه، په دغه ولايت كې سره له دې چې ملي اردو هم ميشته وه، د جګړې اتيا سلنه بار د پوليسو پر اوږه دى: (( اتيا څه چې نوي فيصده جګړه پر موږ وه، څه سرحدي پوليس، څه ملي پوليس، څه هم محلي پوليس، زه درته وايم تر تېرې مياشتې پورې ۴۴۵ شهيدان موږ وركړي، ۱۱۰۰ مو ټپيان درلود، وروره دا د يو چا زامن وو، د يو چا وروڼه وو، د يو چا د كور سرپرستان وو.))
سرجنګ زیاته کړه، د ده د ماموريت پر مهال په لښكرګاه ښار كې  داسې وېره خپره شوې وه چې ګواكې طالبان به دا ښار ونيسي، خو په وينا يې ده له نورو امنيتي ارګانونو سره په همكارۍ ښار له سقوط وژغوره او د طالبانو د پرمختګ مخه يې په كلكه ونيوله.
په غونډه كې بيا د هلمند لپاره نوي امنيه قومندان مل پاسوال اقانور كينتوز ژمنه وكړه چې له دولت سره يو ځاى به د پولسو په ليكو كې شته نيمګړتياوې له منځه وړي او د دولت او ولسونو تر منځ فاصلې به ټولې له يوې مخې له منځه وړي.
په عين حال كې د هلمند والي حيات الله حيات نوي امنيه قومندان ته سپارښتنه وكړه چې د امنيت د ټينګښت لپاره لوى عمليات پلان كړي او له ځنډ پرته له نورو امنيتي ځواكونو سره په همغږۍ ګډ كار وكړي: (( د ښاريانو د خونديتوب او امنيت په اړوند خلك اميدوار دي چې جدي تړون په كې راشي، هم په ښار كې او هم په ولسواليو كې، هيله مو ده چې نوى قومندان خپله دنده لكه په نورو ځايونو كې يې چې ترسره كړې، دلته هم د ټيم د غښتلي غړي په توګه كار وكړي.))
والي زياته كړه، د هلمند ولسونه یوازي امنیت غواړي چې د ولايتي ادارې تر څنګ امنيتي ارګانونه بايد په دې برخه كې خپل مسووليت په سمه توګه ادا كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA