ads

ننګرهار كې لا هم د واکسینو له هر کمپاین ۱۵ زره ماشومان محروم پاتې كېږي

روغتیايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې لا هم د څلورو ولسوالیو ۱۵ زره کوچنیان د پولیو واکسین له تطبیقه بې برخې پاتې کیږي.د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو دا څرګندونې نن په دغه ولایت کې د پولیو کمپاین د پرانستې پرمهال وکړې او زياته يې كړه، چې په دې وروستيو كې ورسره په ټول […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1395
ننګرهار كې لا هم د واکسینو له هر کمپاین ۱۵ زره ماشومان محروم پاتې كېږي

روغتیايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې لا هم د څلورو ولسوالیو ۱۵ زره کوچنیان د پولیو واکسین له تطبیقه بې برخې پاتې کیږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو دا څرګندونې نن په دغه ولایت کې د پولیو کمپاین د پرانستې پرمهال وکړې او زياته يې كړه، چې په دې وروستيو كې ورسره په ټول ختیځ کې د پوليو درې مثبتې پیښې ثبت شوې.
د ننګرهار د عامي روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، چې د یو شمیر سیمه ییزو وسله والو د ګواښونو له امله نه شي کولی چې د پولیو په دغه کمپاین کې د اچین، هسکې مېنې، نازیانو او کوټ ولسوالیو په یو شمیر سیمو کې له پنځه کلنۍ څخه کم عمره کوچنیانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي. روغتیايي چارواکي وايي، په ننګرهار کې لا هم د څلورو ولسوالیو ۱۵ زره کوچنیان د پولیو واکسین له تطبیقه بې برخې پاتې کیږي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکو دا څرګندونې نن په دغه ولایت کې د پولیو کمپاین د پرانستې پرمهال وکړې او زياته يې كړه، چې په دې وروستيو كې ورسره په ټول ختیځ کې د پوليو درې مثبتې پیښې ثبت شوې.
د ننګرهار د عامي روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، چې د یو شمیر سیمه ییزو وسله والو د ګواښونو له امله نه شي کولی چې د پولیو په دغه کمپاین کې د اچین، هسکې مېنې، نازیانو او کوټ ولسوالیو په یو شمیر سیمو کې له پنځه کلنۍ څخه کم عمره کوچنیانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړي.
د عامي روغتیا رئیس وایي، د دغه کمپاین پرمهال به له دوه کلونو څخه زیاتو عمر لرونکو کوچنیانو ته د چینجیو ګولۍ هم ورکړل شي.
ډاکټر کاموال زیاته کړه، د دغه کمپاین پرمهال په ټول ختیځ کې له یو ميلیون څخه زیات  او په ننګرهار کې به ۶۹۴ زره له پنځو کلونو څخه کم عمره کوچنیانو ته د پولیو دوه څاڅکې واکسین تطبیق شي.
که څه هم د دولت مخالفو وسله والو ډلو له رسنیو سره په دې اړه کوم نظر نه دی شریک کړی؛ خو په ننګرهار کې د هر دا ډول کمپاین پرمهال زرګونه ماشومان د وسله والو له ویرې له واکسینه بې برخې پاتې کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA