ads

ننګرهار: د انسان تښتوونكو پر ضد كمپاين، كه موټر تالاشۍ ته نه درېږي بريد به پرې وشي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د انسان تښتوونکو له منګولو یې دوه کوچنیان او د یوې بلې کورنۍ ۳ غړي ژغورلي او په تړاو يې درې انسان تښتوونكي هم لاس په لاس نيولي دي.د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پرون ناوخته د یو خبري کنفرانس پرمهال وویل، امنیتي مؤظفینو پرون له غرمې مخكې […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1395
ننګرهار: د انسان تښتوونكو پر ضد كمپاين، كه موټر تالاشۍ ته نه درېږي بريد به پرې وشي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د انسان تښتوونکو له منګولو یې دوه کوچنیان او د یوې بلې کورنۍ ۳ غړي ژغورلي او په تړاو يې درې انسان تښتوونكي هم لاس په لاس نيولي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پرون ناوخته د یو خبري کنفرانس پرمهال وویل، امنیتي مؤظفینو پرون له غرمې مخكې هغه مهال د یوې کورنۍ درې غړي او د هغوی ډریور د تښتونکو له منګولو وژغوره، چې د مومندرې ولسوالۍ په لور یې د تښتول کیدو هڅه کیده.
امنیه قومندان وایي، له پولیسو سره په متقابلو ډزو کې دوه انسان تښتوونکې په ټپي حالت کې نیول شوي دي.

په همدې حال کې بیا د یاد خبري کنفرانس پرمهال د والي ویاند عطالله خوګیاڼي وویل، چې پرون په جلال اباد ښار کې دوه کوچنیان چې خور او ورور دي د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي دي.
نوموړی وایي، ددغې پیښې په تړاو د ملي امنیت ځواکونو له لوري لاس په لاس یو تن هم نیول شوی دی.
د انسان تښتونکو له منګولو خلاص شوي تن په ژړغوني غږ د امنیتي ځواکونو د ستاینې ترڅنګ خوښې وښوده چې د مرګ له خولې وژغورل شو.
د یادولو وړ ده، چې په ننګرهار کې د انسان تښتونې د پيښو تر زیاتوالي وروسته اوس تازه په تازه امنیه قومندانۍ پریکړه کړې، هغه موټر چلوونکی به تر برید لاندې راولي، چې د دوی د تالاشۍ پوستې ته ونه دریږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA