ځايي اوسېدونكي او مسوولين وايي، د وروستيو جګړو له كبله د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اکثره ښوونځیو سخت زيانونه ليدلي دي.
چهاردره د كندوز مركز ته نږدې او هغه نا امنه ولسوالي ده چې وسله وال طالبان په کې فعاله شتون لري او وخت نا وخت ورڅخه د توندو جګړو راپورونه خپریږي.
خو ځايي خلك وايي، د جګړو له کبله په چهاردرې ولسوالۍ کې د زياتره ښوونځیو ودانیو سخت زیان لیدلی چې د بېرته رغونې لپاره يې هېڅ نه دي شوي.
د چهاردرې ولسوالۍ د جمعیت لېسې مدیر عید ګل حقیار وایي، د معارف په برخه کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ځكه د ده په وينا اکثره ښوونځي یې د وروستيو جګړو له كبله دیوالونه نه لري، د چوكیو، میزونو او کتابونو نه شتون زده کوونکي له لویو ستونزو سره مخ کړي او د ښوونځیو ودانۍ د جنګونو له سختې تخريب شوې دي. ځايي اوسېدونكي او مسوولين وايي، د وروستيو جګړو له كبله د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اکثره ښوونځیو سخت زيانونه ليدلي دي.
چهاردره د كندوز مركز ته نږدې او هغه نا امنه ولسوالي ده چې وسله وال طالبان په کې فعاله شتون لري او وخت نا وخت ورڅخه د توندو جګړو راپورونه خپریږي.
خو ځايي خلك وايي، د جګړو له کبله په چهاردرې ولسوالۍ کې د زياتره ښوونځیو ودانیو سخت زیان لیدلی چې د بېرته رغونې لپاره يې هېڅ نه دي شوي.
د چهاردرې ولسوالۍ د جمعیت لېسې مدیر عید ګل حقیار وایي، د معارف په برخه کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، ځكه د ده په وينا اکثره ښوونځي یې د وروستيو جګړو له كبله دیوالونه نه لري، د چوكیو، میزونو او کتابونو نه شتون زده کوونکي له لویو ستونزو سره مخ کړي او د ښوونځیو ودانۍ د جنګونو له سختې تخريب شوې دي.
د چهاردرې ولسوالۍ د پوهنې امر احمد جاوید غفاري یادې ستونزې مني خو زياتوي چې ولايت مقام ته يې خپلې غوښتنې رسولي او ډېر ژر به ورته پاملرنه وشي.
د چهاردرې ولسوال زلمی فاروقي هم وايي د تخريب شويو ښوونځيو د بيا رغونې لپاره يې د كندوز پوهنې رياست ته خپل غږ رسولى دى، خو په وينا يې لسګونه واره ورته وعدې وركول شوي مګر تر اوسه هېڅ وعده نه ده عملي شوې.
د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې ۵۷ بابه ښوونځي فعال دي چې له یادو ښوونځیو څخه ۳۷ بابه ښوونځي یې ودانې لري او پاتې ۲۰ بابه نور یې ودانۍ نه لري.


