ads

كندهاري موټروانان د پوليسو له چلنده راضي نه دي

د کندهار موټر چلوونکي د ملي پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وايي، د قانون د تطبیق په بهانه ملي پوليس د ډريورانو توهين کوي .دوى شكايت لري چې پوليس يې په يوه او بله بهانه موټرونو ته زيان اړوي، هندارې يې ورماتوي او د موټر ټايرونه يې ورته څيرې كوي، خو كه […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1395
كندهاري موټروانان د پوليسو له چلنده راضي نه دي

د کندهار موټر چلوونکي د ملي پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وايي، د قانون د تطبیق په بهانه ملي پوليس د ډريورانو توهين کوي .
دوى شكايت لري چې پوليس يې په يوه او بله بهانه موټرونو ته زيان اړوي، هندارې يې ورماتوي او د موټر ټايرونه يې ورته څيرې كوي، خو كه څوك ورڅخه د خپل موټر د خلاصولو هڅه وكړي، خبره اخ و ډب ته هم رسېږي.
د كندهار ډرېورانو د کندهار کلید را‌ډیو په یوه ټولنیزه خپرونه کې خپل دغه شکايتونه وړاندې كړل او له امنيه قومندانۍ يې وغوښتل چې د دې چارې مخه ونيسي. د کندهار موټر چلوونکي د ملي پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وايي، د قانون د تطبیق په بهانه ملي پوليس د ډريورانو توهين کوي .
دوى شكايت لري چې پوليس يې په يوه او بله بهانه موټرونو ته زيان اړوي، هندارې يې ورماتوي او د موټر ټايرونه يې ورته څيرې كوي، خو كه څوك ورڅخه د خپل موټر د خلاصولو هڅه وكړي، خبره اخ و ډب ته هم رسېږي.
د كندهار ډرېورانو د کندهار کلید را‌ډیو په یوه ټولنیزه خپرونه کې خپل دغه شکايتونه وړاندې كړل او له امنيه قومندانۍ يې وغوښتل چې د دې چارې مخه ونيسي.
بل طرف ته بيا د کندهار امنيه قومنداني وايي، ځيني ټکسي چلوونکي د ټرافيکي قوانينو خلاف کارونه کوي، نو ځکه داسې چلند ورسره کيږي.
د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني کلید راډیو ته وویل، پوليس له ټرافيکو سره په ټولو ساحو کي همکاري کوي او دا حق ورکول شوی تر څو پر هغو موټر چلوونکو قانون تطبيق کړي، چې قانون ماتوي. 
خو د خلكو لوی شکايت هم دا دی، چې پوليس قوانين نه تطبيقوي بلکې د خلكو توهين کوي او وسايطو ته يې ضرر رسوي.
د دغي موضوع په اړه د کندهار د ټرافیکو مدیر سمونوال محمد الله خان هم پړه پر موټر چلوونکو اچوي او وايي، خلك دې پولیسو ته دا زمینه نه برابروي چې د دوى د موټر هيندارې ورماتي کړي: ((ډیری موټروانان د قانون خلاف عمل کوي نو ځکه د پولیسو له توند غبرګون سره مخامخيږي. خلك بايد پر خپل ځان د قانون تطبيق پيل كړي.))
که څه هم د کندهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق په وار وار له رسنیو سره په مرکو کې ویلي چي اوس د ملي پولیسو د تعلیم او روزنې سطحه لوړه شوې او له خلكو سره يې چلند زيات ښه شوى، خو ښاريان بيا وايي، چې د پوليسو چلند ورځ تر بلې خرابيږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA