نن سهار په كابل كې د باميانو له لارې د (تا) پروژې د تېرولو په پلوۍ لاريون پيل شوى او لاريون كوونكي له دشت برچي څخه تر دهمزنګ څلور لارې پورې رسېدلي دي.
په دې لاريون كې ځينې مطرح سياسي څېرې هم ګډون لري، خو د كابل ګارنيزيون قومندان جنرال ګل نبي احمدزي بيا ګواښ كړى كه نننى لاريون د كوم تاوتريخوالي د رامنځته كېدو سبب شي نو د لاريون د تنظيموونكو له ډلې يې احمد بهزاد، لطيف پدرام، ناهيد فريد، عارف رحماني، عزيز رويش، صادق مدبر، عبدالكريم خليلي، سيد حسين انوري، سيد هادي هادي، حاجي رمضان حسين زاده، ذوالفقار اميد، جواد سلطاني، داوود ناجي، ذكي دريايي او اصف اشنا تر قانوني او عدلي څار لاندې نيول كېږي. نن سهار په كابل كې د باميانو له لارې د (تا) پروژې د تېرولو په پلوۍ لاريون پيل شوى او لاريون كوونكي له دشت برچي څخه تر دهمزنګ څلور لارې پورې رسېدلي دي.
په دې لاريون كې ځينې مطرح سياسي څېرې هم ګډون لري، خو د كابل ګارنيزيون قومندان جنرال ګل نبي احمدزي بيا ګواښ كړى كه نننى لاريون د كوم تاوتريخوالي د رامنځته كېدو سبب شي نو د لاريون د تنظيموونكو له ډلې يې احمد بهزاد، لطيف پدرام، ناهيد فريد، عارف رحماني، عزيز رويش، صادق مدبر، عبدالكريم خليلي، سيد حسين انوري، سيد هادي هادي، حاجي رمضان حسين زاده، ذوالفقار اميد، جواد سلطاني، داوود ناجي، ذكي دريايي او اصف اشنا تر قانوني او عدلي څار لاندې نيول كېږي.
بلخوا له ترکمنستانه د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا پر لېږد لانجې د دې سبب شوې، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د يوه فرمان په صادرولو سره د دغې پروژې تدارکاتي او اجرايي چارې وځنډوي.
په دغه فرمان کې د يادې پروژې د ارزونې کمېسيون غړي هم ټاکل شوي، چې د پروژې ټول اړخونه وارزوي.
د فرمان په يوه برخه كې راغلي، چې دغه کمېسيون به د هېواد ملي ګټو ته په پام سره د لسو ورځو په موده کې خپلې ټولې موندنې او د ستونزو د حل په هدف ځانګړي وړانديزونه جمهوري رياست ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا له حکومته وغوښتل، چې د (تا) پروژې چارې د ستونزې تر حله وځنډوي او له خلکو يې هم غوښتنه وكړه، چې په دې اړه له اعتراضونو تېر شي.
همدارنګه پرون په پکتيکا او خوست ولايتونو كې د سالنګ له لارې د (تا) پروژې د تګلوري په تړاو د حکومت په پلوۍ، خو په غزني او بلخ ولايتونو کې بيا د باميانو له لارې د دغې پروژې د تېرولو په پلوۍ لاريونونه وشول.


