ads

فارياب كې د خرابو اوبو د څښاك له كبله د يوې كورنۍ ۵ غړي مړه شوي

د فارياب په غورماچ كې د يوې كورنۍ پنځه غړي د خرابو اوبو د څښاك له كبله مړه شوي دي.د فارياب د والي وياند جاويد بيدار په دې اړه كليد ته وويل، د دغې كورنۍ غړو مسموموونكې اوبه څښلې دي چې لومړى د اوبو د څښاك له كبله مسموم شوي خو د وخت په تېرېدو […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1395
فارياب كې د خرابو  اوبو د څښاك له كبله د يوې كورنۍ ۵ غړي مړه شوي

د فارياب په غورماچ كې د يوې كورنۍ پنځه غړي د خرابو اوبو د څښاك له كبله مړه شوي دي.
د فارياب د والي وياند جاويد بيدار په دې اړه كليد ته وويل، د دغې كورنۍ غړو مسموموونكې اوبه څښلې دي چې لومړى د اوبو د څښاك له كبله مسموم شوي خو د وخت په تېرېدو يې له دې كبله چې څوك پرې خبر شوي نه دي، ساه وركړې ده: (( په مړو كې ښځې او نارينه شامل دي، دوى پرون د يوې څاه اوبه څښلې دي او پېښه رامنځته شوې ده.)) د فارياب په غورماچ كې د يوې كورنۍ پنځه غړي د خرابو اوبو د څښاك له كبله مړه شوي دي.
د فارياب د والي وياند جاويد بيدار په دې اړه كليد ته وويل، د دغې كورنۍ غړو مسموموونكې اوبه څښلې دي چې لومړى د اوبو د څښاك له كبله مسموم شوي خو د وخت په تېرېدو يې له دې كبله چې څوك پرې خبر شوي نه دي، ساه وركړې ده: (( په مړو كې ښځې او نارينه شامل دي، دوى پرون د يوې څاه اوبه څښلې دي او پېښه رامنځته شوې ده.))
ځايي ډاكټرانو ويلي، دغه كسان مړه ور وړل شوي او د مرګ وجه يې هم د سمي اوبو څښاك په ګوته كړى دى.
د فارياب ولايت د پېښې په اړه نور معلومات نه دي وركړي، خو دومره يې ويلي چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA