ads

شمال: د عامه نظم قطعې د پسرلنيو عملياتو نوې څپه پيل كړه

د هېواد په شمال كې د عامه نظم د سرتېرو لخوا د وسله والو مخالفينو پر ضد د پسرلنيو عملياتو تعليمي څپه پيل شوه.په بلخ كې د عامه نظم د قطعې د تعليمي عملياتو د پيل په مراسمو كې ګڼو دولتي چارواكو، قومي مشرانو او  مدني فعالانو ګډون كړى و چې تر غونډې وروسته د […]

نویسنده: TKG
27 غویی 1395
شمال: د عامه نظم قطعې د پسرلنيو عملياتو نوې څپه پيل كړه

د هېواد په شمال كې د عامه نظم د سرتېرو لخوا د وسله والو مخالفينو پر ضد د پسرلنيو عملياتو تعليمي څپه پيل شوه.
په بلخ كې د عامه نظم د قطعې د تعليمي عملياتو د پيل په مراسمو كې ګڼو دولتي چارواكو، قومي مشرانو او  مدني فعالانو ګډون كړى و چې تر غونډې وروسته د قطعې په واك كې ګڼې درنې او سپكې وسلې نندارې ته وړاندې شوې.
په شمال كې د يادې قطعې قومندان حسيب الله قريشي كليد ته وويل، په شمال كې ميشتو افغان ځواكونو له تېرو دوه مياشتو راهيسې د شفق عملياتو په ترڅ كې له ۵۰۰ زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼ مهمات يې ترې نيولي دي د هېواد په شمال كې د عامه نظم د سرتېرو لخوا د وسله والو مخالفينو پر ضد د پسرلنيو عملياتو تعليمي څپه پيل شوه.
په بلخ كې د عامه نظم د قطعې د تعليمي عملياتو د پيل په مراسمو كې ګڼو دولتي چارواكو، قومي مشرانو او  مدني فعالانو ګډون كړى و چې تر غونډې وروسته د قطعې په واك كې ګڼې درنې او سپكې وسلې نندارې ته وړاندې شوې.
په شمال كې د يادې قطعې قومندان حسيب الله قريشي كليد ته وويل، په شمال كې ميشتو افغان ځواكونو له تېرو دوه مياشتو راهيسې د شفق عملياتو په ترڅ كې له ۵۰۰ زياتو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼ مهمات يې ترې نيولي دي: (( د مخالفينو عمري عمليات تش په نوم عمليات دي، د دغو عملياتو په پيل سره افغان ځواكونو دوى ته په هر ځاى كې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. برعكس زموږ ۲۰ سرتېري هم په دغه موده كې وژل شوي دي. يو تن په دې كې د عامه نظم سرتېرى و او درې نور ټپيان هم په عامه نظم پورې مربوط وو.))
قريشي د هېواد په شمالي ولايتونو فارياب، جوزجان، بغلان، سمنګان او بلخ كې د افغان ځواكونو د پسرلنيو عملياتو د نوې څپې د پيل خبر وركوي او وايي، همدا اوس د بلخ په كشنده ولسوالۍ كې درنه جګړه روانه ده چې د افغان ځواكونو مشري په كې پخپله د بلخ سرپرست والي پر غاړه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA